
د کوم شھید سره کولی فرشتوخبرې
وړې وړې په نرمه ژبه په پښتو خبری
خوږې خوږې لکه خوږې شکرې خوند یی کاوو
په خوږه ژبه د جنت د نعمتوخبرې
وې یی شھیده ! جنتیان ټول په پښتوږغیږي
ټول شاعران دي ،کوي واړه په بیتوخبرې
د شھید ټنډه له خوښۍ نه ورته ورینه شوله
چی اوریدی یی په پښتو د جنتو خبرې
قیامه اوس دې د جنت سوالونه ټول قبلیږي
چی په پښتوکی شوی د ھرڅه د غوښتوخبرې
الحاج الھام الدین قیام
11/05/2015