کرزیه خپل تاريخ وګټه!

 
کرزیه ټینګ شه نن تاریخ د احمد شاه وګټه
غربیان  وباسه خپل اتل نیکه او نیا وګټه
خپل هیواد  په تیره توره د نیکه او ابا وګټه
دغازي آمان الله نام او شجاعت بیا  وګته
دغزنیوي  بت شکن  تل یاد او وفا وګټه
د  میرویس دغورځنګ توره نن بیا وګټه
مسته سره جنډه د ملالۍ خو خامخا وګټه
آسیا خو  پریږده اروپا او امریکا  وګته
 له غربیانو خپله خاوره په ریښتیا وګټه
ای لویه اتله په شا نشې سنګر بیا وګټه
د افغان تاریخ ژوندی کړه اریانا وګټه
له غلیم نه خپله خاوره ناموس بیا وګټه
دروحاني په غږ جګ شه احمد شاه وګټه
له اوبامه نه هرمیدان په ښه  تقوا وګټه
په ټینګ عزم او دریز  ټوله دنیا وګټه
خپل زرین تاریخ په خپله وینه بیا وګته
 
 انجنير سيدمحمد روحاني