
نه وینم کوم قوم کې چې شي زمونږ
رهبر
لاره ور که شوه له افغانانو د
ډالرو په هنر
غربیان واړه په ګډا دي که لردي او که بر
ملنډې وهي د افغانانو په دندو او په مقر
ټول افغانان یې پیژندلي په زیر او
په زبر
ملي پولیس وژني هر طالب په
ښه هنر
طالب هر عسکر وژني سره له خپل
ټبر
که خلقي دی او که پرچمي دی وایي الله اکبر
طالبان هر خوا جنګیږي بې خبره په خپل سر
ملي پولیس طالبان وژني ناګهانه او ناخبر
ملي عسکر چاپیره ګرځي وارخطا لاس په سر
قاتل او مقتول ټول شهیدان دي کوز او
بر
د تور اوسپین تمیز نشته راشه واوره دا خبر
مسلمان او کافر وژنې په تکبیر د الله اکبر
مفتیان حاکمیان ډیر شول په سمه او په غر
که مسلم دی که کافردی که ښځه او که نر
هریو ادعاکړي مجاهد دی له موره او له پدر
له ټولو لاره ورکه په
تیارو کې دي اوتر
لویه خدایه فضل وکړه په دنیا نه اوپه محشر
صادق او امین رهبر راکړه نن په یو امر
سمندر کې سره لامبو بې پردې او بې
څادر
د نهنګانو د خوراک شو ټول یو ناخبر
په غموکې ویرو کې ژوند کړو بې ثمر
غربي خاماران رانه تاویږي ټیټ او
بر
وینې او غوښې رانه خوري په ډیر هنر
یو پر بل مو وژنې په وروریا په پدر
افغان ټوپک په لاس ناست دی په سنګر
چې مړ کړي بل افغان په خپل
مقر
زیاتې شولې کونډې په هر یوه ټبر
ځوانان زمونږه مري په هر یوه سنګر
بې اتفاقي شوله زمونږ
ښکلی رهبر
غرب حکومت راباندي کړې په دا مکر
روحاني وایي هیڅ نلرو امین صادق رهبر
چې راټول نن افغانان کړي په یکی یو ټغر
چې غلیم ته سره یو شو په یکي یو ډګر
چې غاښ ماتی ځواب ورکړو پدې نوي دهر
چې شي سوپر طاقت یې په دنیا زیر او زبر