
څوک چی یوافغان له بل بیلول غواړيددوی خاوره، په ټوټو ویشول غواړي
څوک چی نن له خپل ملي ھویت منکرديدوی زمونږدټینګ وحدت شړول غواړی
څوک چی زمونږله دښمنانودستورآخليپه دستوریی ګران وطن ورانول غواړي
دپلمو په سریی ھره ورځ جنجال ويدملي غرور،د جرړوایستل غواړي
دلالان دي ، بیایی دام دی غوړولئزمونږخاوره،په پردوخرڅول غواړي
په تاږغ کوم افغانه ! سم یی واورهچی وطن دی په میړانه ژغورل غواړي
خدای یوبل آزمون راوستئ،نن په تادیبیادحق په لارکی،ستا آزمویل غواړي
په توپک باندی دتوری وخت تیرشویپه دښمن برۍ ، قلم خوزول غواړي
دقلم په ژبه جنګ ته ځان تیارکړهداویده ملت چټک ویښول غواړي
نه په سوال،نه په زارۍ،نه په ژړاشيپه قیام درنه،میدان ته دانګل غواړي
الحاج الھام الدین قیام