د نورستان والي تميم نورستانۍ له وسلوال بريد څخه روغ ووت



ښاغلی تمیم نورستانۍ نن د نورستان نورګرام ولسوالۍ ته د ادارو د لیدنی په موخه سفر درلود چي د وسلوالو طالبانو له کمین سره مخ شو
په سیمه کي د والي ساتونکو او وسلوالو طالبانو ترمنځ یو ساغته نښته وشوه
چي د نښتي په ترڅ کي د والي سکرتر او یو ساتونکي ژوبل شوي دي
نورستان والي تمیم نورستانۍ وايي چي وسلوالو طالبانو له څو خواوو پر دوی ډزی وکړي خو دده ساتونکو له طالبانو سره پوره مقاومت وکړ
بل پلو وسلوالو طالبانو د برید مسولیت پر غاړه اخیستی
د طالبانو ویاند زبیخ الله مجاهد وايي چي په پیښه کي والي ساتونکو ته مرګ ژوبله اوښتي
نورګرام د نورستان یوه له امن ترینه ولسوالیو څخه ده خو په دي ورستیو کي په یاده ولسوالۍ کي د طالبانو فعالیتونه ډیر شوي.