نورستان: په ټاکنو کې د ښځو د ډير ګډون د هڅولو په موخه کنفرانس جوړ شو.

 د نورستان ولایت د ښځو چارو ریاست او د ملي ګډون انجو لخوا په ټاکنو کې د ښځو د ونډې د زیاتوالي په نوم یو ورځنۍ کنفرانس په لاره اچول شوی و.
په دې کنفرانس کښي د نورستان ولایتي چارواکو ځوانانو او یو شمیر میرمنو برخه اخیستي وه.
د نورستان مرستیال والي فیض محمد میرزا زاده ټینګار وکړ، چې په مسجدونو کښي باید دیني عالمان د ټاکنو په ارزښت خبرې وکړي
دده په خبره چې هر افغان نارینه او ښځینه دواړه د راېی ورکړې او انتخاب حق لري
بل پلو د نورستان ولايت د عدلیه ریس حافظ سلطان وویل چې هڅه دې وشي تر څو ټول هیوادوال او بیا نورستانیان په ټاکنو کښي ونډه واخلي نوموړي د رڼو او ملي ټاکنو په برخه کښي یو لړ ستونزې یادې کړي او زیاته کړه، چي نا امني د ټاکنو د بهیر په وړاندي ستر خنډ دي چي باید مخه يي ونیول شي
دده په خبره چي دوي د ولایتي چارواکو او ښځو چارو ریاست سره په ګډه هڅه کوي چي تر څو په راتلونکو ټاکنو کښي د ښځو ونډه زیاته شي .
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ښځو وزارت له ټولو افغانانو څخه غوښتي دي چې په ټاکنو کې د ښځو د لا ډیر گډون له پاره تلاش وکړي. د دغه وزارت معیني مژگان مصطفوي، په دې اړه وویل: «موږ د ټاکنو په بهیر کې د ښځو د ونډي د ډیریدو له پاره د خلکو، رسنیو، د ټاکنو کمېسیون او د دولت د درو گونو قواوو د همکارۍ غوښتونکي یو. تیره لسیزه په رښتیا سره چې د افغانو میرمنو له پاره یوه ښه لسیزه وه.»
د افغانستان د ټاکنو کمېسیون اندیښنه لري چې افغاني میرمنې به د نا امنیو او ټولنیزو دودونو له کبله په ټاکنو کې لږ برخه واخلي.