
شپه د شوګیر وه په ژړا تیره شوه
هره شیبه چې بی له تا تیره شوه
اوښکو پخپله خوښه کډه وکړه خپله لاړې
د مینې کډه چې زموږ له کوڅې بیا تیره شوه
تاته د کلی مازدیګر ګرانه یادیږي که نه
یوازې شپه مې په شوګیر او ژړا تیره شوه
سړه سیلۍ ده خو ته نه راځې یوازې یمه
د هجر شپه ده ستا تصویر ته په ژړا تیره شوه
ستوري لاښه دي زما ملتیا کړي ترسهاره پورې
له تانه پرته زندګي ټوله معما تیره شوه
په نن صبا ځان غولوم چې خامخا به راځي
ستا دراتلو په تمه شپه چې یک تنها تیره شوه
ناياب
۶-قوس-۱۳۹۲