که ته راغلې

زه به دود دسپیلنو شم که ته راغلې
زه رڼا به د تیارو شم که ته راغلې
زه به لارې په بڼو درته جارو کړم
ټنګ ټکور به دې دشپو شم که ته راغلې
د جنون دکلی مست ملنګ ګرځیږم
زه به خوب ستا د لیمو شم که ته راغلې
زما مینه لیونتوب نده نو څه ده
زه قرار بدې د شپو شم که ته راغلې
د جهان ښکلي په یو لوګی کې دود شه
زه به رنګ ستا د لیمو شم که ته راغلې
په راڼه ماښام سترګکې وهې ستوري
رڼا ستوری به زرین شم که ته راغلې
په پردی پردی ماحول کې تیریږی ګرانه څنګه
د وختو بدې تعبیر شم که ته راغلې
نایاب
لړم-۷-۱۳۹۲