ځه ته هم لاړه شه !!!

زه ته هم لاړه شه !!!!!!!!
زه بدې درد وپالم
زه بدې مینه ستایم
ته مې پروامه کوه
ته د دردمن زړګی
هیڅ تسلا مه کوه
زه به له اوښکو سره
شیبه شیبه تا یاد کړم
له درد نه ډکې لحظې
په نیمه شپه رایاد کړم
زه به مې لوند ګریوان
د زړه په تاو راوچ کړم
د زړه په سوز وچ کړمه
ته دې یادونه دلته ماته پریږده
د مینې درد او فریادونه دلته ماته پریږده
زما له زړه نه کډه مه باروه
د جانان غمه ما تنها مه پریږده
ته چې وفا مسخرې بولې
خوښۍ دې یوسه ګرانې
غمونه ټول دې مشغولا ته پریږده
زه به یې یویو نازوم جانانه
دستا لپاره به یی یویو ښکلوم جانانه
زه ته هم لاړه شه !!!!!
او مونږ دلته یوازې پریږده
نایاب
۴-لیندۍـ۱۳۹۲

 بریال نایاب