
او تر ساحله رسیدلی ساحل
دا ښکلى داسې دى لکه سپرلى لکه ګلاب
خو، ماته
فقط دومره شي مسکى لکه ګلاب
چې نه
يمه ماڼجنې وي چې راشمه غوړيږي
د مخ په
دايره کې دې يو ځاى لکه ګلاب
چې مور
مې دي د څه لپاره دا راته ويلي ؟
را
وغوړوه هرچاته تندى لکه ګلاب
قامت کې
دې دلبره د قيامت علامې ښکاري
اخر به درته مړاوى شي سړى لکه ګلاب
ساحله ! ته څه وايې چې دا ښکلي به څوک ښايي ؟
چې تل
وايي په کلي کې يو دى لکه ګلاب
دا ګل له ګیډۍ وګڼئ، خبره مې د ساحل پر شاعرۍ ده، له مینې، له ښکلا، له
عاطفې او احساسه راټوکیدلې شاعري. په یقین وایم که ټول شعرونه یی هر چاته رنګین نه
وي نو د هر شعر یو نه یو بیت خو به یی حتمي پر زړګي کیني. هدف دا چې که د یو شعر
یو یا دوه بیتونه هم هغه د عابد خبره د ژړه ژورو ته کیوزي نو بسنه کوي، ځکه د
بیتونو منتخبین هم بیلابیل وي، چا ته یو بیت، چاته بل او چاته بل، او همدا وي چې
ټول شعر خپله خوږلني ساتي.
هماغسې چې د شاعر هر شعر لکه اولاد هسې ورته ګران وي، نو ولس هم هر شاعر د
سترګو تور ګڼي، خو د زړه ټکور یی بیا هغه وي چې شاعري یی رنګیني او ظرافت ولري. د
ساحل په شعر کې همدا کمال دی، ځکه خو د هرچا له حقیقي داد او هرکلي سره مخ کیږي.
ساحل یوازې په شعر کې د خپلې پوهې له برکته دا مقام نه دی ګټلی بلکې ده سره
بخت هم یاري کړې، د ده د خپلې خولې خبره ده چې له الهامه پرته شعر نه شي لیکلای او
نه هم په وچ زور یی کله ځان ستړی کړی، دا ادعا یی هله سړی قانع کوي چې د شعر
دنیاګۍ ته یی ورشي. له الهامه پنځیدلې شاعري شرنګیدلې موسیقي لري او د ساحل شعر له
دې جماله مالامال دی.
ساحل ظاهرا مستانه خو مزاج یی شاعرانه دی، دی چې څومره په اجتماعي ژوند او
یارانو سره راشه درشه کې مینه وړی دی، نو هومره د شعر ریاضت ته یی هم وخت ورکړی،
ځکه خو پسرلنۍ ځواني یی د تاندو ګلابونو په څیر وږمې خوروي او لکه ځان هسې یی شعر
هم له انسان سره مینه پالي.
په شعر په ځانګړي ډول غزل کې نازک خیالي او د نوي تصویر پنځول یو له مهمو
ځانګړنو څخه وي، خو د ساحل اکثره غزلونه پر دې سربیره یوه بله ښکلا دا هم لري چې
الفاظ یی لکه لونګین دانه دانه داسې پيلي چې هر یو یی له بلې خوشبويي اخلي.
پر پښتني ټولنې د ساحل په څیر ځوانانو پیرزوینه د رب ستر احسان دی، له سره
مو دی کم نه شي، خو تمه مو ترې دا ده چې د
ولس احساس درک کړي او سباني نسل ته د لارې یو داسې مشال شي چې لکه خادم لکه الفت
او نور تر مودو مودو یی په دعاګانو کې پاتې وي. د ساحل د رنګینې شاعرۍ د قدرونې پور
باید په رنګینو بیتونو پرې شي، خو له اخونده خورا هم ډیره ده او په یوې څلوریځې به
ځان خلاص کړم :
تر خپل منزل او تر ساحله رسیدلی ساحل
له یو ارمان له یو جانانه ځاریدلی ساحل
د ژوند کتاب یی پاڼې پاڼې د لوستلو قابل
لکه ګلاب په ډیرې مینې غوړیدلی ساحل
یحیی یعقوبي