
تر ډیرو اوازو او ګونګوسو وروسته بالاخره ننګرهار ته داسې څوک راغی چې ډیرو
یی تصور هم نه وو کړی، که څه هم د کندهاري له تګه وروسته ځینو د ننګرهاري د راتګ
غوښتنه لرله خو د مولوی صیب لودین نوم د چا فکر کې نه وو. په هر حال، خبره پر دې
نه ده چې د هر ولایت والي دې حتمي د هماغه ولایت وي او نه دا کوم درد دوا کولای
شي، بلکې ښايي لا سمتپالنې او قومپالنې ته لاره هواره کړي، خو چې اوس د ځینو
ننګرهاریانو پر غوښتنې ننګرهاری راغی، هرکلی به یی وکړو خو په ځینو شرایطو او له
ځینو هیلو سره.
دا چې ننګرهار ته به د مولوی صیب لودین راتګ څومره پرځای او ګټور اقدام وي،
دا هر څه به د مولوی صیب له کړنو جوت شي، ځکه اوس ولس خبرو ته نه اعمالو ته ګوري،
تقریر نه تدبیر ارزوي. دې کې شک نشته چې لودین صیب په تیر کې د ولس د استازي په
توګه تر ډيره د خلکو زړونه ګټلي وو، د ځینو نورو وکیلانو په څیر پخپلو شخصي ګټو
پسې ورک نه وو، خو که اوس تر هغې هم له دې
ستر فرصته په ګټنې خپل تیر محبوبیت په پام کې ونیسي او د تل لپاره د ننګرهاریانو
دعا خپلول غواړي، نو ترې هیله ده چې دې څو ټکو ته پام وکړي:
غوره ده چې پیل دې له خپل محله یانې قصر څخه وکړي، دغلته له اوږدې مودې
راهیسې یو شمیر داسې غوړه مالان راټول شوي چې نه خپله د کار وړتیا نه لري او نه هم
بل ترې رپ وهلای شي، پخوانی والي خو همداسې خلکو سره خوښ وو، ځکه هغه د ساعتیرۍ او
بنډار سړی وو خو د کار سړی بیا داسې خلکو سره وخت نه شي تیرولای، نو له والي صیب
څخه تمه ده چې د بنډار پر ځای د کار خلک له ځانه راتاو کړي.
دویمه دا چې د ننګرهار په اکثرو دولتي ادارو کې پراخ فساد هغه څه دي چې
ننګرهاریان ترې نور خورا ستړي شوي، د یوه ساده قانوني کار ترسراوي ته به یا میاشتې
میاشتې انتظار باسي او منډې ترړې وهي، یا په یوه ورځ کې د خلاصیدو لپاره به یی د
کمیشن کارانو او ورسره شریکو مامورینو غوښتنې منې. دا د یوې ادارې یا دوو ادارو
خبره نه ده، بلکې یوه تر بلې بدتره ده. د فساد مخنیوی او لا یی ټغر ټولول د
ننګرهاریانو بله هغه تمه ده چې له والي صیب څخه یی لري.
دریمه د امنیت موضوع ده، ښايي دا
به یو څه ستونزمنه وي خو که له ښه تدبیره او حکمته کار واخیستل شي کومه ناشونې
خبره هم نه ده. په مختلفو لارو د ولسونو ملاتړ خپلول او په امنیتي ارګانونو کې
شفافیت سره به که خدای کول د ننګرهار په ډیرو ناامنو سیمو کې د امنیت ډیوه بله شي.
او د بیارغونې په برخه کې د ښاغلي شیرزي لومړنۍ ورځې یوه ښه تجربه ده، دی
چې کله ننګرهار ته راغی نو په ښار او ځینو ولسوالیو کې د بیارغونې ځینې کارونه
شروع کړل، په همدې لږ څه یی د ډیرو ننګرهاریانو زړونه وګټل، ان تر دې چې د خپلې
خولې خبره یی د بلډوزر لقب یی خپل کړ. دا چې وروسته ولې سست شو بیله خبره ده، خو
په لومړیو کې یی خلک دومره پر ځان رامات کړل چې تیر ننګرهاری والي یی د هر چا تر
نظره بد کړ، دا کومه معجزه نه وه، فقط خبره د کار وه. که مولوی صیب له مختلفو امکاناتو
په ګټنې په ننګرهار کې رغنیزو چارو په
تیره بیا بریښنا، زراعت او ټرانسپورټي برخو ته پام وکړي، نو دې سره به یی
نه یوازې خپل ملي او ایماني مسولیت ترسره کړی وي، بلکې داسې ولسي محبوبیت به یی
ګټلی وي چې ښه نوم به یی تل د ننګرهار د هر وګړي پر خوله وي.
له مولوی صیب لودین څخه د کار او زیار په تمه .
یحیی یعقوبي