بيابه درشم

  لږ موسم چې د سپرلی شو بیابه درشم
چې زړګی مې په ځواني شو بیابه درشم
د خزان سیلۍ وهلی یم رپیږم
لږ بهار چې دایمي شو بیابه درشم
لکه لوڅه ونه پاڼې مې رژلي
چې راشنه دې ګل ځونډي شو بیابه درشم
له مغرورو انسانانو مې زړه تنګ ده
چې غرور مات د ځواني شو بیابه درشم
غمازان مو هر شیبه څاري جانانه
که لږ کلی ترې خالي شو بیابه درشم
د مودو د انتظار خبره مکړه
که دې دور د ځواني شو بیابه درشم
ستاسو کلي ته په بل شان نظر ګورم
که سجدې ته مو صحیح شو بیابه درشم
د غماز او د ریبار خبره پریږده
که ستا زړه کې ځای خالي شو بیابه درشم
نایاب ټینګ تکل دئ کړی چې در درومي
چې دې زړه جوړ د یاري شو بیابه درشم
نایاب

د لړم-۲۷-۱۳۹۲