د جام کيسې


سجدو کې د اشنا په نامه داســـــــــــــــــــــې مشغولیږمد تار په سر د ساز غوندې د خوند په رنــــــــګ ګډیږم
ساقي د جام کیسې دې اوس د ډیــــــــــــــرو زمانو دينن سر بایلم په میو د کوثر باندې مـــــــــــــــــــــستیږم
دی شال د زمانې دجــــــــــــــــال زما دلبر یې غیږ کېعیسی یم قتلوم یې له اســـــــــــــــــــــــــمانه راکوزیږم
د لارې چې په څنډه یــــــــــــــــې ولاړ کلونه تیر شولنښتره یې د چا په انتظـــــــــــــــــــــــــــار تا ته غږیږم
ارمان مې دی اسمان تـــــــــــــــــه الواته واښه د دښتېالوزم د خزان په سپیره باد څــــــــــــــــــه که مړ کیږم
په خیال کې مې اشنا اقــــــــــــرار په ژبه کې رانغاړيد زړه په محلونو کې ســــــــــــــــــــــندرې دي ترهیږم