که چېرې ويې لولئ، بيا به کېلې ته په پخوانۍ سترګه ونه ګورئ

 کېله له فايبر سره په ترکيب کې درې ډوله طبيعي شکره- سکروز، فرکتوز او ګلوکوز- لري، چې د انرژي پياوړې زېرمه جوړوي. څېړنو ثابته کړې، چې يوازې دوې کېلې کولای شي د يو نيم ساعت شاقه کار لپاره بشپړه انرژي چمتو کړي. خو انرژي د کېلې يوازنۍ ګټه نه ده، بلکې کېله د ډېپرېشن پر وړاندې يوه غوره مېوه ګڼل کېږي. د يوې نوې څېړنې له مخې هغه خلک چې ډېپرېشن لري، د کېلې تر خوراک وروسته د ښېګڼې احساس کوي او دا ځکه چې کېله ټرېپټوفان لري او دا پروټيڼ په وجود کې په سېروتونين بدلېږي او سېروتونين د رواني فشار د لرې کولو او خوشالۍ په رامنځته کولو کې مرسته کوي. کېله همداراز ويټامين ب ۶ لري، چې دا ويتاميڼ د وينې ګلوکوز تنظيموي او دا بيا د موډ يا رواني حالت په ښېګڼه کې خپل اغېز لري.
کېله د اوسپنې له اړخه هم ډېره غني ده، چې اوسپنه په وينه کې هېموګلوبين جوړوي او د انېميا يا د وينې د کموالي مخه نيسي.
همدارنګه کېله د پوټاشيم لوړه کچه او لږه مالګه لري او له همدې امله کولای شي، دوينې لوړ فشار کښته کړي او د حملې مخه ونيسي.
534804_290728761059522_1459491702_n
 
امين الله هوتک