ستا تصوير ته

ستاد تصویر په ښکلولو مې شپې ښې تیریږي
له تانه لرې مې جانانه ژوندون ټول په میکدې تیریږي
د خیال ترڅنګ ستا له تصویر سره خبرې کوم
بلا مودې شوې زما وختونه بې هغې تیریږي
د کلی منځ ده ګرانه لاس له غاړې مه راکاږه
کاروان دمینې په تیاره تیاره کوڅې تیریږي
ستا د وفا نښې یوه ویه په جیب کې ساتم
چې بې وفا شوې ژوند مې واړه بې اسرې تیریږي
خالی کوڅه او کلی ګران شو راته څنګه وکړم
ژوند چې بې تا پکې تیریږي بې مزې تیریږي
ماچې زړګی درته کوڅه کې پریښود تش لاړمه
نایاب خالی خالی ګوګل ستا په کوڅې تیریږي

نایاب
۷-نومبر-۲۰۱۳