د پاخه عمر پلرونو ماشومان ذهناً وروسته پاتې وي

يو نوی رپوټ وايی ، چې د پاخه عمر پلرونو ماشومان په ذهني لحاظ د ځوانو پلرونو له ماشومانو څخه وروسته پاتې وي. د رويټرز د يوه رپوټ له مخې د امريکايي او اسټراليايي  څېړونکو د يو شمېر څېړنو پايله  له پخوانيو فرضيو سره ، چې ويل يې د پاخه عمر ميندو ماشومان ذهين وي ، بالکل په تضاد کې ده . د هغو څېړنو له مخې چې د 1959 او 1965 کلونو ترمنځ  زېږېدلو 33 زره ماشومانو کې ترسره شوې ، دا ښودل شوې چې له پخو پلرونو څخه زېږېدلي ماشومان ، د اتو مياشتو ،. څلورو کلونو او 7 کلونو په عمر  په يو شمېر ذهني ازموينو کې نه دي بريالي شوي . څېړنې وايي ، چې په دغو ماشومانوکې د شيزوفريني ، اوتيسم ، اپيليپسي او يو شمېر نورو ناروغيو ستونزې هم ډېرې ليدل کيږي . د لومړي ځل لپاره په لوېديځ کې د هغو کسانو فرضيه چې هڅه کوي د ماشومانو زېږول له 40 کلنۍ څخه شاته ورغورځوي، له شک سره مخ شوې ده .