
چې مین ستا پدی حسن او رفتار یم
خیردی یاره که زه د ننګرهار یم
خوږ شکر او عسل هیر دی رانه یاره
ستا د شونډو په مرض چې ګرفتار یم
علاج نشته په دنیا کی بی له تا نه
ای طبیبه په دیدن د ګرفتار یم
راسره یی ته می مل یی په هر ځای کی
په سوچونو او خوبونو که بیداریم
ورښمین بدن چې خوب کی څرګندیږی
خوشبوی کړی لکه پروت چې په ګلزاریم
چه سپوږمی درته حیران حیران نظر کړی
زه مین ستا پدی ښکلی سپین رخسار یم
دا څو ورځی قیامت راباندی راغی
لیلانشته چیری تللی بی قرار یم
خلکو واوری سترګی سری ورپسی ګرځم
سهارماښام ورته په لار کی انتظار یم