طبي مالومات: ويټامين Vitamins

           ویټامین څه شی دی ؟ دویټامین اقسام او نومونه:
    ویټامین هغه مواد دي، چې په وجود کې د نوروکیمیاوی مرکباتود بشپړتیا، فعالیت اود تکامل لپاره ضروری دي  دا کیمیاوی مرکبات په خپله بیلابیل نوعیت لری او Organic Compounds بلل کیږی، کوم چې د ګاز، جامد اویا مایع په توګه موندل کيږي. د انګلسی د ژبی دآلفبا له A تر   Zدهر توري په پيأ سره په مختلفو نومونو ډیرزیات  دا مرکبات وجود لری. په هرمرکب کې د کاربن   Carbonعنصر حتمی موجود وي، ورسره نورعناصر لکه  هایدروجن اوداسی نور. دا Organic Compounds  په نامه د : ۱Carbohydrates) -  خوژه او نشایسته)  ۲- (   Proteins پروتین – بیاض، البیضی) ۳- ( Fats  چربیات - غوړ) او۴Nucleic acids) - - دحجری، هستی بنیادی عامل) یادیژی. د وجود هر جهاز (سیستم) له همدی اورګانیک مرکباتوڅخه جوړشویدی چې ویټامین ورسره ګډ او د یوه مرستيال اوهمکار په توګه بېل کردار لری، ترڅوچې دا مرکبات بشپړ، فعال اوچست وساتی.   
 ویټامین Vitamin یوپولنډی لفظ ده یعنی  " Vitamine "مانا يې د ژوند خوندآور. هرویټامین د ځانګړی  جهاز لپاره بیل بیل په همدی مرکباتو کې زيرمه کيږي،  چې کمبود يې په بد ن کې د رنځ لامل ګرځي. په خپله ویټامین په دوه ګروپ تقسیم شوي، چې شمیر يې ۱۳ دی.
  ۱) هغه چی په وجود کشی دغوړو په واسطه ترکیب ، منحل، تصفیه او بیا ذخیره شی fat soluble . مثال ئ :-                                                 Vit K, Vit E, Vit D, Vit A                                                  ۲) هغه چې داوبو په ذریعه ترکیب ، منحل او تصفیه کیژی او ذخیره وساتل شی . water soluble مثال يې :-      Vit B1  Vit B3  Vit B2  Vit B5  Vit B6   Vit B12  Vit B9  Vit B7 . دي ویټامینوته B  کومپلیکس-  Vitamin B Complexهم وايي، او بل C  Vitدی . ټول ویټامین د خوراکی مواد و په واسطه ترلاسه کیژی، چه دهاضمی د جهاز په ذریعه يې وجود جذبوی. لیکن ویټامین D د لمر د وړانګو په مرسته هم بدن ته رسیژی، کوم چې به په راتلونکی اوني کې د لوستونکولپاره بیان کړم ځکه د یوعلمی معلومات، فقر،غریبی اونوروسببونو له کبله د هیواد په ماشومانو، تورسرواو سپین ږیرو کسانو کی  ویټامین D کمبود لری چې د رنګ رنګ رنځونو وجه ده اوباید چې مخ نیوئ يې وشی.
.  ډاکټر نجیب خټی           .