
دویټامین D ګټی وجود ته کومی دي؟ ویټامین
D دهغوویټامینوله جملی څخه ده
چی په بدن کشی دغوړوپه مرسته ترکیب اومنحل کیژی اوپه خپله لکه یو هارمون داسی کیفیت
اوکردارلری.هارمون هغه مواد دی چی د وجود به غوداتوکشی تشکل کیژی اودانسان دجنسیت
او نورو فعالیتونو لپاری ضروری دی. ویټامین D دوجود لپاره د هغو ضروری ويټامینو څخه شمیرل
کیژی کوم چی له نورویټامینو څخه پدی بیل ده،چی وجود ئي په خپله د لمرد وړانګوپه
مرسته هم ترلاسه کوی، اوله دی کبله د لمرد وړانګو ویټامین هم
ورته واي.ویټامین D په پنځو نمو نوتولید یژی لیکن د انسان دوجود
لپاره تنها دوه نمونی په ګټه تمامیژی چی یودویټامین D2(یرګوکا لسیفرول) کوم
چی په بی شمزی حیواناتو، فنجی او بعضی نباتاتوکشی پیداکیژی اوبل دويټامین) D3 کولی
کالسیفرول) چی دانسان دپستوکی په ذریعه دلمرد وړانګوپه مرسته تولید یژی.ایا په دوي
دو اړوکشی کوم یوزیاته ګټه لری؟ تراوسه په پوره ثبوت نده رسیدلی خوزیات شمیرساینسدانان
ویټامین D3ډیرمهم
ګڼی. دویټامین D کاردا ده چی کلسیم اوفاسفرس عناصرد هډوکو اوغاشونود
پر وریش اوټینګتیا لپاره تنظیم اوجزب کړی.که څه هم
ویټامین D په وجود کشی په لمړی مرحله کشی د زشت له مخی خونثی ده ، بیاهم تردوه
کیمیاوی پیشوپه جګر اوپشتورګوکشی تربدلون لاندی راځی چی ئي فعال نوعیت دانسان په
وجود کشی کا لسیتریول بلل کیژی. دافعاله نمونه بیا دوینی دجریان په مرسته
له پشتورګونه کلسیم اوفاسفرس جزب کړی ، ترڅوچی ئی په هډوکواوغاشونوکشی ذخیره وساتی.
روزمره ضروری مقدارئ که څه هم دعمراوجنسیت له مخی مختلیف تعین شویده خوباید ووایم
چی ۱۵مایکرو ګرام لازم ده چه یا به دخوراکی موادو په ذریعه او یا دلمرد وړانګو په
مرسته ترلاسه کیژی. هرمایکروګرام
له ۴۰
انترناسیونال یونیټ سره برابرده . هغه خوراکی مواد چی ډیرویټامین D لری عبارت دی له غوړماهیانو، اګي، دغوائ غوشه خصوصآجګرئ، شیدي. مثلآ
یوه اګي ۲۰انتر ناسیونال یونیټ او۱۰۰ ګرام پوخ دغوائ جګر ۱۵ انترناسیونال
یونیټ ویټامین D وجود ته سپاری. په نباتاتو کشی کاهو اوهغه صابه
چی شنی پاڼی لری ویټامین D پکشی زیات موجود وی. اوبل لکه څنګه چی می د لمرد وړانګو
ذکروکوزیات ضروری ده چه باید انسان ورڅخه کټه واخلی. که چیرته د انسان مخ اوغاړه، لاسونه
ترمړونده اوپوشی تربیډیود ۱۵دقیقولپاره په هفته کشی دوه ځله دلمر تیزو وړانګوته لوڅ
پاتی شی د ضروری مقدارمعیار به ئي پوره شی.داهم باید ووایم چی د لمر تیزی وړانګی
دغرمی۱۲ بجی تر۲ بجود ماپشین دی. کله هم چه دلمرله وړانګوانسان ګټی اخلی هغه وخت
مخ اواندامونه بایدغوړنشی ځکه چی غوړسبب دوړانګود مخنوی کیژی،اودادپستوکی د نه
سوځیدویوه طریقه ده چی دبنفشی وړانګومخنیوی کوی.که چیرته د روزمره ضروری مقدار ویټامین D وجود ترلاسه نکړی
نووجود د فعالیت داړتیا په خاطرله ذخیری ګټه اخلی.اهسته اهسته ذخیری ته ضرر ورسیژی
او په خپله ویټامین D کمبود اختیارکړی چه په پای کشی د دالاندی رنځونوباعث وګرزی. ۱) ماشومان :-
دهډوکوکمزوری، دعضلاتو ضعیفی، وده نشی کولای چه وروسته ئي بیا د فاعی قوه د
نورورنځونوپه مقابل کشی د مخنوی توان نه لری یعنی رکیټ. اثارئ دا دی
چی د ماشوم دسینی هډوکی لکه د کوتری د سینی په شان. ۲) تورسری :- له یوه کبله له ماهواردوری (حیض) سره مخامخ دی او له
بلی خوا د اولاد د پروریش په سلسله دخپل وجود ویټامین D ئی مخته ترزیژیدوداولاداوبیا
دشید ودورکیدلوپه وخت کشی ضایع کیژی. کومه چه دا مظلومه طبقه، زموژپه هیواد کشی
دځینورواجونو، رسمونو،فقراوغریبی له سره ترپشوپه حجاب پټی،دکلتوراوعناناتوله کبله آبرومندی
اوپه پرده کشی،نودلمرله وړانګو هم بی برخی پاتی دی، بشپړخوراک د ضرورت په اسا س نه
ورته رسیژی، شرم او حیا بل عامل ده چی دخپل رنځ ذکرنشی کولائ اوداسی نورسببونه، چی
وجه درنګارنګ رنځونو شی مثلآ : د هډوکو کمزوری، د بند ودردونه، دسرچکر، دشمزي درد،
دعضلاتودرد روحی تکلیف، داولاد زیانول، د وجود دفاعی قوت د نورورنځونو په مقابل
کشی ضعیفه،عمومی کمزوری اوبیا نود کلسیم کمبود واقع شی،هارمون غیرتوازن شی اوپه
رنځ د استیوفوروسیس مبتلا شی چه هډوکی دسپونج په شان شی غوړ له لاسه
ورکړی اوبلا وجه په ما تید لو پیل وکړی. ۳) زاړه کسان اوسپینژیری:- د هډوکوپه رنځ
استیومالیسیا چی هډوکی کژوالی اوکمزوری اختیارکړی، د بندونواو عضلاتودرد
دهاضمی دجهاز په رنځ دوینی کمبود اوداسی
نورچی حتی د سرطان سبب هم وګرزی. تعین دمقدارئي په وینه کشی لابراتواری معاینه ده. کله چی ئي کمبود ثابت شی
پیچکاری،ګولي اویا پوډرورکول کیژی بلکی اوس بعضی تغذی مکمل اشیا هم په بازار کشی
معیا دی چی ویټامین D ورسره ګډ او ډیرپه ګټه تمامیژی. د لمر وانګی لازمی دی چی الله تعالی
(ج) مفت راته بخشلی دی. ډاکټرنجیب خټی