طبي مالومات:

 د روهي ويبپاڼې لوستونکوته نن دوياړ په توګه زما د ليکنو د لړيو لومړنۍ ليکنه:
د هلکانو ختنه (سونت) کيدل ، د هغه نفع او اهمیت.
که چیرته لوستونکی توجه وکړي، چې ختنه کیدل د اسلام په موبين دين کې د سونت طریقه ده چې هرمسلمان اومومن ته۱۴۰۰ کاله مخکې دستوراو هدایت ورکړل شوی دی، چې باید عملي يې کړي. خو ساینس په تیره پيړۍ کې همدا طریقه یا پروسه په اثبات ورسوله چه صحی بهبود د انسان لپاره لري. فلهذا ددین موبین اسلام هدایتونه په خپله دبشردصحت او روغتیا په هکله هم ډیری ګټی لری چې باید همیشه ئ دحکم کولواړوند وڅیړو.
کله چې ماشوم په وړکتوب کې ختنه نشی نوهغه تن چې ځوان او لوی شی، په یوه مرض مبتلاشی چې په نامه د فایموسیس ) Phimosis یادیژی(فشردګی پوست آله تناسلی).دا تکلیف داسی یوحالت لری چه د تناسلی آلی پوست له آله تناسل سره بند پاته شی اوپه خپله آله تناسلی هم پړسوب اختیارکړی چې په نتجه کې د شدید درد لامل ګرزی،جماع نشی کولای،پوست په وخت د جماع کشی پری شی،عفونیت رامنځته کيږي يانې ميکروب سرايت کوي اوبیامریض ته ډاکټر (جراح)هدایت دعملیات(جراحی) ورکوی کومه چې په خپله اسانه طریقه نده. دساینس دمالومات اوریسرچ سره سم دا تکیف په مسلمانانو کې نشته او نه په بل کوم هغه کس کې چې په وړکتوب کشی ختنه شي.. په راتلونکی اونۍ کې به نور مالومات بیا ګرانو لوستنکولپاره وړاندې کړم.
ډاکټر نجيب خټی