
صادق
افغان
از
شهکارهای تازۀ اکادمی علوم افغانستان
دغه
سرليك د ماندگار ورځپاڼې د يو مطلب سرليك دى ، چې د مجیبالرحمن الرحیمی له خوا د ۱۳۹۲ عقرب ۱۱ نېټې په گڼه او ددغې ورځپاڼې په سايټ كې نشر شوى دى ، ما هم د خپلې مقالې لپاره همدغه
سرليك غوره كړ ، غواړم په دې اړه د ګرانو وطنوالو او د علم ، ادب او فرهنګ له
خاوندانو سره د مقالې په اړه هغه خبرې چې
حقيقت لري شريكې كړم ، خو يوه يادونه مخكې له مخكې كوم چې زه نه د آغلې ثريا پوپل
طرفداري كوم او نه هم د بل آقا !!! غواړم هغه څه چې حقايق وي له درنو لوستونكو او هېواد والو سره شريك كړم :
په
دغه ورځپاڼه كې راغلي : ((این بار رییس جدید
اکادمی علوم خانم ثریا پیکان تصمیم گرفته است یکی از رتبههای علمیِ یکی از
پژوهشگران، نویسندهگان و فرهنگیان فرهیختة کشور آقای
میرزامحمد روستایی را به جرم اینکه در کتاب اخیرش زیر عنوان «عارف
چاهآبی و ویژهگیهای اشعارش»، برای اشخاصی همچون عبدالرحمان
خان، حبیبالله خان و نادرخان کلمات ظالم و
ستمگر را به کار برده است، پایین آورد و یا حتا توبیخاً او را سلب رتبه نماید.))
په دغه متن كې چې ما د ماندګار
ورځپاڼې له رسمي سايټ څخه راخيستى د علومو اكاډمي رئيسه آغلې ثريا پيكان معرفي شوې ، لوستونكو ته د
قضاوت تله په لاس وركوم چې له بده مرغه يو
څوك چې د يو چا سم نوم ونه پېژني ، څرنګه كولاى شي د هغه په اړه حقايق درك كړي ،
بايد يادونه وكړو چې د علومو اكاډمي رئيس
ثريا پيكان نه بلكې ثريا پوپل ده .
په همدې پاراګراف كې د آقاى
ميرزامحمد روستايي نوم په ډېرو سترو الفاظو ياد شوى ، زه به دده د وطندوستۍ ،
علميت او افغانيت په اړه يو څو خبرې له
درنو لوستونكو سره شريكې كړم او هم به په دې ترڅ كې دا روښانه كړم چې نوموړى څه ډول علومو اكاډمي ته راغلى دى !
آقاى ميرزا محمد روستايي يو داسې شخص دى چې د افغانيت
پرنوم شرميږي ، څوك چې د افغانيت څخه منكر شي ، دهغه په اړه بيا د خبرو كولو لپاره
نور څه پاتې نه وي .
آقاى روستايي چې له كلونو كلونو
راهيسې په علومو اكاډمي كې پر بېلابېلو پوستونو د رئيس په توگه پاتې شوى ، چې ډېره
موده يې ددې اكاډمي د اسناد و ارتباط او
كتابخانې د رئيس په توګه دنده تر سره كړې
، نوموړى په ۱۳۸۸ ل كال هغه وخت چې نوموړى د كابل پوهنتون د شپې پوهنځي محصل و ، د
نوموړي اكاډمي د پخواني رئيس ښاغلي
عبدالباري راشد او ځينو نورو خواخوږو همكارانو
په مرسته په په غير قانوني ډول د علومو اكاډمي كې د علمي غړي په توگه په دنده وګمارل شو ، چې هغه وخت ددې كاډمۍ د
ژبو او ادبياتو مركز او هم د دري ژبې او
ادبياتو انستيتوت د نوموړي د علمي غړيتوب
سره مخالفت څرګندكړ او دا يې په ډاګه كړه
چې نوموړى خو د كابل پوهنتون د شپې پوهنځي محصل دى ، نو څنګه كولاى شي چې د علومو اكاډمي د علمي كدر غړى شي ، خو په هر
حال د علومو اكاډمي پخواني رئيس نوموړى په
غير قانوني ډول د علومو په اكاډمي كې
مقرر كړ ، كله چې نوموړى مقرر شو ، نوموړي
د خپلې مقررۍ لپاره د عارف چاهآبی په اړه خپل كنفرانس وړاندې كړ ،
له دې وروسته نوموړي بيا خپله پروژه په همدغه عارف چاه آبي كې واخيسته ، كله چې له
كابل پوهنتون څخه فارغ شو بيا يې هم خپل مونو ګراف د عارف چاه آبي په اړه تكميل كړ
، په دې دوران كې نوموړى د ځينو كړيو او د
علومو اكاډمي د پخواني رئيس ښاغلي راشد په
مرسته دافغانستان د بيچاره ولس په پيسو ،
د ځينو جاسوسي كړيو په مرسته د تاجكستان هېواد ته د ماسترۍ لپاره واستول شو ،
نوموړي په تاجكستان كې خپل د ماسترۍ تېزس هم د عارف چاه آبي په اړه وليكه ، زما خو
پر دې خبره سر نه خلاصيږي چې دا عارف چاه
آبي دى او كه د سرو زرو مرغۍ چې زموږ د هېواد دغه نوميالي موندلى ، چې په هر ځاى
كې پرې خپل علم زباتوي ، اوس دې ګران
لوستونكي خپله قضاوت وكړي ، چې ايا دا يو عالم ، پژوهشګر ، نو يسينده فرهيخته كشور
دى او كه يو جعلكار ؟؟؟ كه حق ته نظر وشي
اوس هم له آقاى روستايي سره انصاف شوى ، كه نه مناسبۀ خو دا وه چې نوموړى د
جعلكارۍ په سبب بايد له علمي غړيتوبه وويستل شي او دده ددغو جعلكاريو پوښتنه ځنې
وشي !!! او بله خبره دا چې له نوموړي څخه آغلې ثريا پويل علمي رتبه نه ده اخيستې
بلكې د علومو اكاډمي علمي شورا ترې اخيستې ده . چې زما په نظر تور يې يوازې پر يوه
شخص له شخصي مخالفت پرته بل څه نه دي !!
له دې پرته نوموړي (فرهيخته كشور) د
علومو اكاډمي يو موټر په غير قانوني ډول د
خپل شخصي چكر لپاره د هېواد شمالي ولايتونو ته بېولى و ، چې په بېرته راتګ
كې د سالنګ په غرونو كې يې ټكر كړ، چې اوس
يې هم شايد اوسپنې او پرېمونه د سالنګ په غرونو كې پراته وي ، بايد يادونه وكړو چې نوموړي په دغه وخت كې
د علومو اكاډمي په كوم مقام كې نه ، بلكې يو عادي شخص و ، خو څرنګه چې د علومو
اكاډمي د پخواني رئيس سره يې كلكه يارانه
وه ، هغه ورته د ددې بېچاره و لس موټر په
خدمت كې وركړ تر څو دى يې په شمال كې د خپلو عياشيو قربان كړي .
دا لا څه كوې په دې موټركې ددې
اكاډمي د يوې كونډې مېړه چې د نوموړي موټر
موټروان و ، هم په شهادت ورسيد ،
زه چې هره ورځ د علومو اكاډمي كتابتون ته ورځم او هغه كونډه وينم چې دنوموړي رئيس
د موټروان په توګه له ده سره شمال ته تللى
و او هلته د موټر په غورځېدو كې په شهادت ورسيد ، او اوس د هغه د يتيمانو پوښتنه هم څوك نه كوي ،
والله چې ماته خو ډېره ژړا راځي . د هېواد
له لويې څارنوالۍ څخه زما هيله ده چې د نوموړي دولتي موټر او د هغه د موټر وان په اړه هر اړخيزې څېړنې
وكړي ، ځكه موټر خو د ښاغلي روستايي نه ، بلكې د دولت مال و .
د ورځياڼې د ليكوال دريمه جمله د
هېواد د ملي شخصيتونو په اړه ده ، خو هغه
ځاى چې د اهميت وړ دى هغه نوموړي نه دى
راوړى ، يوازې يې د ځينو پاچاهانو نومونه راوړي ، خو هغه ځاى چې د اهميت وړ دى هغه
به زه راوړم ، نوموړي ليكوال د خپل دغه
اثر (عارف چاهآبی...) په يوه برخه كې د هېواد ستر
ملي شخصيت وزير محمد ګل خان مومند ته د خون آشام او .... خطاب كړى ، زه يې پر وزير
محمد ګل خان هم نه ګرموم . خو د لوستونكو د معلوماتو لپاره همدومره وايم چې (وزير
محمد ګل خان مومند د اوس زمانې هغه افغان وزير و ، چې لا په افغانستان كې يې كور
نه درلود او ساه يې د بريكوټ په يو كرايي كور كې وختله ، زه په هغه وزير فخر كوم
چې د وزراتونو ، د تنظيمه رياستونو او نورو سترو سترو چوكيو او علميت سره سره يې
ددې وطن لپاره كار كاوه، نه د خپل جيب
لپاره، نه د خپلې كورنۍ لپاره ، كه يې د
وطن لپاره كار نه واى كړى او د ځان او اولاد په غم كې واى ، نو د كرايي په كور كې
به يې ساه نه وركوله ، بلكې د سترو ماڼيو خاوند به و )
خير له وزير محمد ګل خان مومند څخه
به هم ورتېر شو ، د نوموړي وزير صيب عشيرې ، قبيلې او قوم
څه ګناه كړې ، چې نوموړى فرهيخته ليكوال يې په خپل كتاب كې په بدو الفاظو يادوي .
ددې ليكنې دويمه برخه د ليكوال خبرې
دى ، چې زه يې پر اړه زياته تبصره نه كوم ، خو كه څوك يې ولولي، نو د
ليكوال ، علميت ، انسانيت، افغانيت او
شخصيت ترې له ورايه معلوميږي او كېداى شي ، په دې اړه ترې پوښتنه هم وشي .
ددې ليكنې په يوه برخه كې آغلې ثريا
پوپل د قوم او ژبې په تعصب تورنه شوې ، دا به ښه وو چې ويلي يې واى له موږ څخه
مادر زاد څوكۍ اخلي نه د ژبې او قوم تور ،
ځكه هغه لا تراوسه په پښتو ژبه خبرې هم نه شي كولاى او ....!!!
خو يوه خبره چې زه يې په ډېر ډاډه
زړه او افغاني غرور كولاى شم هغه د
افغانستان د علومو اكاډمي د اوسنۍ رئيسې آغلې
څېړنپوه ثريا پوپل د شخصيت ، اهليت ، وطندوستۍ او پاك لمنۍ په اړه ده او هغه داده چې كه موږ په
افغانستان كې د دوه پاك نفسو ، وطن دوستو او اهلو دولتي چارواكو بېلګه وړاندې كوو
، نو يوه به يې د علومو اكاډمي نوې رئيسه وي
او هغه ځكه چې نوموړې رئيسه ، غواړي د علومو اكاډمي
خپل هغه منزلت او مقام ته ورسوي چې په واقعي مانا ديوې اكاډمي سره ښايي .
په آغلې ثريا پوپل چې د يوې افغانۍ د
خيانت تور پرې هم څوك نه شي پورې كولاى ،
د هېواد ځينې بې علمه او بې خبره اشخاص يې كله په يو نوم او كله په بل نوم
تورنوي او هغه ځكه چې د علومو اكاډمي د ځينو غير قانوني اشخاصو غير قانوني غوښتنې او شخصي گټې له نوموړې سره تامين نه دي . او دا
خو معلومه خبره ده چې د چا گټې او غير قانوني غوښتنې په خطر كې شي ، هغوى بيا هر
څه وايي او كه داسې نه وي او واقعاً دغه خلك اسلاميت ولري ، په اسلام كې خو څوكې
او شخصي گټې مطرح نه دي.
(و ما علينا الاالبلاغ )