د ځان دفاع واجب ده

صادق افغان
 
اسلام دځمکى پرمخ يواځنى دين دى چې دژوند دبيلابيلو مسايلو لپاره ځانگړى احکام او قوانين لري دا هم ددين پر بشپړتيا او شموليت دلالت کوي، دانساني ژوند دټولو ستونزو لپاره داسلام دين حل لري او هيڅ ډول کړنه پکې غامضه او مبهمه نده ،همدا ډول دوخت يو ستره ستونزه چې نن سباورسره مسلمانان عموماً او افغان اولس خصوصاً ورسره مخ دى هغه خپلمنځي ژور اختلافات دى پداسې حال کې چې دغه اختلافات اصلاً ژور ندى خو زمونږ دلاخبرى اوبې علمى په وجه يې ځان عمق اوريشو ته رسولى او همدارنگه دغه سياسي گوندى او مذهبې اختلافات ددښمن دگورمال شويو نانځکو او جاسوسانو په وجه هم پراخه شوى .
دصدر اسلام څخه رانيولى ترننه پورې منافقينو او جاسوسانو هغه څه کړى چې يو ستر پوځ او لښکر يې هم دکولو توان نلري، منافقين بې لدې چې يو ډز وکړى کولاى شي پخپلو منافقانه تبليغاتو وسوسو او شيطانتونو ډير خلک ترتيغه تير کړى او داسې تور کرغيړن تبليغات وکړى چې سکه ورونه هم پرى بيليداى شي او يوبل ته په کمين کښينې دا دتعجب خبره نده ځکه منافقين په تاريخى لحاظ هم ددغسې کړنو (نفاق اچونى) مسؤل گڼل شوى دا چې منافقين ولى ندي محاکمه شوي دا بيله خبره ده خويوه خبره حتمى ده چې دمنافقينو لپاره الله جل جلاله د دوزخ تر ټولو ټيټه کنده انتخاب کړى الله جل جلاله فرمايى :
ژباړه : بيشکه منافقين به ددوزخ په ټيټه برخه کې وي
نو منافقين دى غره کيږي نه او نه دى خوشحاليږي ځکه چې د دوى لپاره دردناک عذاب دى معنى دا چې منافقين او جاسوسان به له کافرانو نه هم ښکته او په ژوره کنده کې وي او دا فعلاً سترو عيد دى پدې معنى چې منافق له کافر نه هم زيات عذاب څکى لدې نه جوتيږي چې منافقت جاسوسي او دکفارو پټه ملگرتيا ستر او نه بښونکې جرم دى د انسان دنيا او اخرت ته زيان رسوي، خصوصاً چې دا منافقت اوشيطانيت دمسلمانانو دجنگولو پر موخه وکارول شي، هغوي چې مسلمانان سره بيلوى خپلمنځي جگړې خون خرابه رامينځ ته کوي پدې دى پوه شي چې الله جل جلاله به ورڅخه دهر څاڅکې مسلماني اوبې گناه وينى بدل او حساب اخلي په دنيا کې به له دغه قاتلينو څخه قصاص او انتقام خامخا اخستل کيږي او په اخرت کې به منافقين او مسلمان وژونکى دوزخ ته کشکول کيږي او دا پخپل ذات کې لوى تاوان او خسران دى د انسان وژل څه گران او ناشونى کار ندى خو دانسان دوينو تو يولو ځواب ويل دهيچا په وس کې ندى ځکه الله جل جلاله د انسان قتل په ناحقه حرام گرځولى الله جل جلاله فرمايلى :
ژباړه : چا چې مسلمان قصداً او عمداً ووژلو بيشکه ځاى يې جهنم دى خو زه ځينې په اصطلاح تش په نامه ځينې مسلمانانو ته تعجب کوم چې په کوم دليل او برهان خپل سياسي او گوندې مخالفين وژنې ايا دا خلک پر الله ايمان لري او دحساب او او کتاب پر ورځ (اخرت) ايمان لري؟!
که ايمان لري نو دمسلمان وژل تر هر اسم او عنوان لاندې مطلق حرام دى او که ايمان نلري نو دغه جنابان دى مهرباني وکړى داسلام اوجهاد نوم دې نه استعمالوي پکار ده خپلې اصلي څيرى او پټې موخې اولس ته څرگندى کړى .
ځينې په دين ناپوه خلک پدې بهانه او پلمه دنورو گوندونو خلک وژنى چې ووايي ماته مې خپل مشر امر کړى چې دفلاني ډلى خلک خلع سلاح کړى او که سلاح نه در کوي وي وژني ايا رښتيا هم داخبره شرعي مجوز گرځيدلى شي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلى :
ژباړه : نشته اطاعت دهيڅ مخلوق چې په هغه کې دخالق جل جلاله څخه سرغړونه کيږي.
نو دا جنابان نه پوهيږم چې خپل شرعي احکام له کوم ځاى نه اخلي قرآن او حديث دواړه دمسلمان وژل حرام بولى نو زمونږ ځينې خپلسرى جاهل مرکب ورونه دمسلمان وژل څنگه مباح گڼى؟! او دا ډير کوچنى کار بولى اوپدې کار کې دالله جل جلاله نه نه ويريږي .
نن سبا چې دافغانستان په دننه کې دځينې اسلامى او جهادي گوندونو ترمنځ وخت ناوخت کوچنى کوچنى خپلمنځى نښتې کيږي دانښتى حرامى دى د دې حوادثو مرتکبين جنتيان نه دوزخيان دى که زما خبره سمه نه وي دا ناپوه مجتهدين دى قرآن او حديثو ته مراجعه وکړى تر څو مفصل معلومات ترلاسه کړى دا جگړې د اسلام شريعت لپاره نه بلکې دشخصي گوندي سياسي گټو په موخه ترسره کيږي ددې حوادثو او مسلمان وژنى تر شا چې د هر چا لاس وى ناپوهان دى له دين نه خبر ندى او شايد ددښمنانو لخوا گومارل شوى وى مونږ په داسې حال کې چې دهر ځوان مجاهد جهاد او قرباني ته اشد ضرورت لرو او هغه هم د اسلام او وطن ددښمنانو په مقابل کې نه دخپلو مسلمانو ورونو په مقابل کې پکار ده چې دغه ډول ناحقه وينى توى نشي څوک چې دستر جهاد ځوانان مجاهدين دنورو مخلصو مجاهدينو په مقابل کې استعمالوي،
ستر خيانت کوي ، الله جل جلاله به ورڅخه پوښتنه کوي، هغه مجاهدين چې پدې جنگونو کې متعارض او متهاجم نه وي او يوازې دځان ددفاع په موخه جنگيږي، گناهگار ندى خو که دواړه طرفونه متهاجم طرفونه وي او ديوه بل دقتل نيت يې کړى او يو بل ته په کمين کې ناست وي او يوبل ته غاښ چيچې بيشکه چې په جرم کې برابر شريک دې د حجرات سورت کې الله جل جلاله فرمايي : که چيرى دمسلمانانو دوه ډلى له يوبل سره جنگ کوي نو د دوى ترمنځ صلحه اوکړى خو که چيرى يوې ډلى پر بلى ډلى دصلحى نه وروسته تجاوز وکړ نو تاسو وجنگيږي له هغه باغي ډلى سره چې دصلحى نه وروسته يې حمله کړى تر هغه چې دالله جل جلاله امر ته غاړه کيږدي کله چې دالله جل جلاله امر ته يې غاړه کيښوده نو د دوي ترمنځ صلحه اوکړي په برابرى او عدالت سره بيشکه الله جل جلاله خوښوي عادلان .
اوس دى خبرى ته يوځل بيا اشاره کوو او هغه دا چې هر مسلمان دخپل ځان ددفاع او ساتنى حق لري پدې شرط چې متهاجم نه وي اودچا دقتل او وژلو نيت يې نه وي کړى فقط او فقط دځان ساتنى پر موخه وسله کاروي دخپل سرمال او ناموس ساتنه کوي دا کار کاملاً جائز او مباح کار دى خوپده چې چا تيرى کړى، ولو که مسلمان هم وي باغى دى دلته د ټولو دلائيلو او براهينو دذکر کولو ضرورت نه وينم کولاى شي له علماء کرامو څخه دهر يوټکې بيله بيله پوښتنه وکړى او ځانونه ښه پوه کړى تر څو مو غاړه بنده نه وي ما دخپل وس مطابق خپله غاړه خلاصه کړه او وه مې ويل چې مسلمان وژنه حرامه ده اودا دمسلمانانو حتمى فتحه ځنډوي او ددين او وطن دښمنان پياوړى کوي او ټول بايد لدې ناوړه حرام کار څخه توبه اوباسو منافقين مغرضين شيطانان له خپلو صفونو څخه اوباسو دروستۍ فتحې لپاره په گډه تيارى ونيسو او دا کار دمسلمانو افغانانو له گډون پرته ممکن ندى يو بل ته دمحبت ورولى غيږ ورکړو ددښمنانو هيلو ناهيلى کړو .
مننه .