وطن ځما

دا شورماشور د ځولنو دی دلته
وطن ځما واک د پردو دی دلته
 
دلته مو وینه په هرلور تویږی
د شاوخوا گولی پرمونږ وریږی
 
د احمدشاه وطن ویجاړ ویجاړشوی
دنرګس اوښکی په هر لور روان شوی
 
څوک دچاړه سره ورمیږ پری کوی
دا نازولی ځوی دمور پری کوی
 
په امیدو ځوی لویول ځنګه وی
درد په ګولیولږیدل ځنګه وی
 
بل ته یی ګوره د توپ ګذار کوی
د افغانانو وینی دار دار کوی
 
دا مشران ټول په خیانت کی بوخت دی
دوی د غلاګانو په نښت کی بوخت دی
 
هر یو د یو یو قام مشری کوی دوی
د  قامونو  سوداګری  کوی     دوی
 
دوی مو قامونه سره جنگ اچوی
بیا ځان پر یو څڼده پر څنگ اچوی
 
خوار افغانانو ته پلمی جوړوی
ځانته د سرو زرو څپلی جوړوی