غزل

 مودې شوې تیرې ګرانې تا راسره ونه ژړل
ګل پری خفه شو چې بورا راسره ونه ژړل
زموږ له درده د اسمان لمنې سرې وا وښتې
ناشنا پریږده چې اشنا راسره ونه ژړل
پدې دردمن دردمن ماحول کې مې شپې تیرې کړې
تیاره خو پریږده چې رڼا راسره ونه ژړل
د انسانیت او بشریت مدافعینو واورئ
تاسو په نوم بشردوستان ترسبا راسره ونه ژړل
هغه چې مړکړم زما په قبر یی ژړاکوله
زما د چم ګاونډ لیلا راسره ونه ژړل
پدې نیمګړې دنیاګۍ کې څوک راپاتې نشول
چې په خوښې کې زما خپل وې ګرانه تا راسره ونه ژړل
څومره بی درده بی احساسه زمانه شوه خدایه
چې د ژړا سره مې مل وې همداتا راسره ونه ژړل
د درد احساس کول اسان دي چې څوک درد و وینی
بی درده پریږده درد والا راسره ونه ژړل
نایاب د خپل زخم ګنډلوته هم وخت نلری
پرهر پرهر یمه جانانه چې دنیا راسره ونه ژړل
نایاب
اکتوبر -۳۰-۲۰۱۳