
هغه شپه څومره خوږه وه
د مودو ستړې دمه وه
په وړه کړکۍ د ننه
د سپوږمۍ رڼا خوره وه
دلته مینه موسیدله
هلته هیله ډوبیدله
ژوند ښیښه زموږ د خونې
په یوه درز ماتیدله
په وړه زلزله ورانه
زموږ خونه نړیدله
موږ یې هڅه د ژوند وکړه
ژوندۍ مینه مو ساتله
د مین زړګی لپاره
موږه شپه رڼه کوله
ستا په هر نظر کې یاره
دنیا ټوله ځایدله
ستا وړه وړه خندا کې
د غم کډه باریدله
توره شپه د سپیو غږ وو
په رمه د میږو ځوګ وو
جونګۍ پیل غړ بړې وې
د کیږدۍ مراندې ورستې وې
ورشه هله ورته وایه
مسته مینه زما ستایه
په منګي ستار کې وایه
زما مینه پښتنه ده
زما ژوند هم یوه شپه ده
ډک دمینې افسانه ده
بريال ناياب