در سره چې ژوند نه وي


در سره چې ژوند نه وي ژوندون ندئ آشنا
چې مینه لیونۍ نه وي جنون ندئ آشنا
تیارې د ماښامونو ستا پرمخ چې رڼا نشي
په مخکې د لیلي ښکاري سکون ندئ آشنا
سکڼی سکڼی ماښام کې به دې یاره رانه بوځي
تنها تنها ګودرته په کارتلون ندئ آشنا
دمینې په پرهر مې بس دایو خبر مرهم شي
ژوندون خو بې له یاره زړه چاودون ندئ آشنا
په زړه پرهر پرهر ګرانه دخپل کلي په شان شوم
له درد سره ژوندون لکه مجنون ندئ آشنا
له دې کلي روانې شولې بیا د هیلو کډې
پردي وطن کې ژوند هم ځګر خون ندئ آشنا
په رګ رګ کې مې مینه د وطن ده غځیدلې
له کلي لرې ژوند هم زښت زبون ندئ آشنا
بریال نایاب
اکتوبر-۲۱-۲۰۱۳