لکه په تن کې وينه

  اوس د اظهار په ژبه
د څو تورمخو په لاس
یو مخ بندیز پریوتی
د لته جنون نشته
مستي نه ښکاري
ژوندون ته هیله ګرانه
هیڅ د خوښي نه ښکاري
یو پښتنه مېنه وجود لټوي
مین زړګی د خپل سرود لټوی
ګوره چې څومره یې نازولي ساتم
لکه د تن وینه په تن کې ورته ځای ورکوم
د جنون کلی مې پرانیستی ورته
د مېنې کور مې دئ اخیستی ورته
څو چې داستا غم پرې خوشحاله اوسي
مېنه دې ماسره دلداره اوسې
جانانه ستا مسافری اوږده ده
د یار د غم مې زندګی اوږده ده
له تانه ښه دي ګرانه
داستا غمونه مې هروخت یادوي  
د ژوند په هره لاره
بس ما کمبخت یادوی
جانانه ته هم کله کله راځه
د مینې کلی ته په زیړ مازدیګر
که هر وخت نه وی یوځلي راځه
موږ د جنون مقتدیان
له عصره لرې د بدلون مقتدیان
د مېنی لار څارو
مونږه په مېنه کې بس خدای لټوو
مونږ پکې ژوند لټوو مسنه ګورو
ځکه داستا غمونه خوښ ساتو
د تن په مینه کې یی خښ ساتو
نایاب
اکتوبر-۲۰-۲۰۱۳