راووزه



راووزه

بیا دخـــــــــــــیال جامې په غاړه کړه راووزه
د رقیب خونه ویجـــــــــــــــــــــاړه کړه راووزه

دبیلتون لمرمې دزړه دښتــــــه، [بتي] کړه
په دیدن ســــــــــــمسور دا شاړه کړه راووزه

لکه وچ منډه نه تاوه شي پیـــــــــــــــــــروتې
بس چــــــــاپیر رانه لاس دواړه کړه راووزه

رنځــــــــــورته یې،دړد زما په زړه تیریږي
خـــــــدای دارو دې خپله لیاړه کړه راووزه

خواله راشه، دغــــــــماز،اغیارغم مه کړه
اور ور پورې پر دوی واړه کــــــــړه راووزه

(منــــــــــــــــــــتظره) که یې تږی د دیدن یې
اجــــــــــــــــــــــــاره د ګودر غاړه کړه راووزه

3/10/2013
جلال اباد
بتي = هغه ځمکه چې فصل ورباندې نه کرل کیږي، شاړه
لیاړه = لاړه