چې مات یې کړ،بیا نو څپیړې ته څه اړتیا...!


وايي یوه ورځ دملانصرالدین کره میلمه ورغی، ملاهم خپل زوی ته غږ کړ. زوی یې چې ورغی نو ملا ورته پر مخ یوه څپیړه ورحواله کړه او بیا یې ورته وویل چې:  ورشه  زویه میلمه ته یو ګیلاس یخې اوبه راوړه! 
میلمه چې دا ولیدل حیرانه شو او د ملاصیب نه یې  پوښتنه وکړه چې ماشوم یې ولې په څپیړه وواهه؟. ملاصیب په ځواب کې ورته وویل چې دا یې ځکه وواهه چې کیدای داوبو د راوړولو په وخت کې ګیلاس ورنه وغورځي  او مات یې کړي. میلمه په حیرانتیا سره، ورته وویل : خوګیلاس خو یې لا  مات کړی ندی، کله یې چې مات کړي ،هغه وخت یې بیا ووهئ .
ملا  ورته وخندل او ورته یې وویل : »چې مات یې کړ، بیانو څپيړې ته څه اړتیا ..!« 
دا کیسه مې پدې پورې دلته رانکل کړه چې ، په فیس بوک کې یو ډله کسان دي چې هغو هیوادوالو ته چې رایې یې ورکړیدي ، ددوو کاندیدانو ترمنځ دجوړجاړي یا ملي یووالي د حکومت په دهوکړې او تړې په اړوند ورته تشویش پيداشویدی او د خپل تشویش اظهار په یوه یا بله بڼه کوي، نصیحتونه او توصیې کوي چې، ګواکې د اوبو نه دمخه موزې ونه باسي، بې وخت قضاوت ونکړي او دنوي حکومت د راتګ یا کیناستې پورې انتظار وباسي، ځکه چې ددوی په نصیحت کوونکو وینا، هغسې نده چې ن اندښمن هیواد وال او رای ورکونکي  پکر کوي...
دغه نصیحت کونکي، دا کار ددې لپاره کوي چې ځانونه ډیر مهم وښيي ،  ته به وايي دوی چې ډیر مهم کسان دي، ټولې پریکړې او فیصلې د دوی په سلا، مشوره او د دوی په حضور کې ترسره کیږي او دوی ته پته ده چې  څه به کیږي....! سره لدې چې دوی خواراکیان هم زموږ په شان د دروازه د باندې ساتل شویدي، یا خو له هیڅ نه خبر ندي او زموږ په شان یې له رسنیو او د یواو بل له خولې اوریدلي دي  اویا خو هم دکوم پوست موست ژمنه ورسره شویده،ځکه دخلکو خولې تړي  ...!
زه بیا ورته وایم چې:
ای، الله دې په سمه روان که، ولس څنګه غلی شی او انتظار وباسي، دکومې ورځې او ترکومې ورځې انتظار وباسي،  دا څلویښت کاله انتظاریې بس ندی ، چې  پرته له تباهۍ او بې وزلۍ یې ترې کومه بله نتجه نده ترلاسه کړې.  دا پرون چې  دغه ولس راووت،  هر ګواښ او خطریې  پرځان ومانه او درایو دصندوق شاته ورغلل او رای یې ورکړه، نو دانتظار کولو لپاره وه  او که ددې لپاره چې نور یې دانتظارمیاشتې کالونه پای ته ورسیږي، د بدمرغۍ نه خلاص شي، د زورواکو له منګلو په امان شي، دفاسدینو له لوټلو  خوندي شي . 
ته ناصحه او پر هرڅه پوهه! ولس ته  د صبراو حوصلې نسخه لیکې  او ورته وایي چې چوپه خوله پاتې شي او پرخپل برخلیک باندې دکیدونکو لوبو او معاملو  په وړاندې د غږ پورته کولو او څه ویلو نه پرهیز وکړي . که ددوی دغوښتنې سره سمه پریکړه ونشوه،بیا دې ګیلې کوي، بیا دې دمیلامتۍ ګوته څانډي . خو هغه دملانصرالدین خبره : بیا نو څه ګټه ؟!!
ولس رایه ورکړیده، دخپلې رایې غم دی ورسره، دایې وروستی امید اوهیله وه ، نن یې داهیله او امید دګواښ سره مخامخ دي، تر پوښتنې لاندې راغلي دي،  د پردو ترشا دهغه درایې پرسر سوداګانې روانې دي  او ته وایي چې، غږ دې نه پورته کوي...
ولس خپل نوماند ته غواړي ورپه یاد کړي چې: ما چې رایه درکوله ، نو دخپل ځان ، خپلو بچو، خپلې خاورې غم وو راسره ، غوښتل مې چې هغوی وساتم او دهغو دخلاصون او ژغورنې باور او اعتماد مې پر تا وکړ، دتا غم نه وو راسره، نه خو مې هم دا ارمان وو په زړه کې  ساته چې تا دې یو ځل د ولسمشرۍ په ګدۍ سپور ووینم...! 
هو، زما درنه نومانده ! 
همدا تا راته سینه دربوله او ډاډ دې راکوه چې دواک تږی نه یې بلکې زموږ غم نشې لیدلی او دولسمشرۍ څوکۍ زموږ د ارمانو د پوره کولو لپاره یوه وسیله ګڼې ، هدف نه. خونن موږ وینو چې  څوکۍ موخې اوهدف ته درسیدو وسیله نه ، بلکې هدف او موخه دې څوکۍ ته درسیدو وسیله ګرځولې ،زموږ رایې دهغو موخو لپاره نه کاروې ، دکومو لپاره چې موږ پر تاباورکړی وو ... زموږ پر رایو معامله کیږي.  زموږ سره اندیښنه را پیدا شویده چې ، داسې نه چې یوځل بیا د بدمرغۍ په کنده کې  ور ټیل وهل شو  او بیا دهمغه چا دیوغ لاندې رانشو چې ترپرونه مو ترې د خلاصون لپاره دعا کولې او تاته ته مو دهیلو او امیدونو سره ، رایه درکړه . 
زموږ نومانده !
که تر فشار لاندې یې،د زورور سره مخامخ یې ، ملاتړ او لاسنیوی ته اړتیا لرې ،نو پر موږ رای ورکونکو دې غږ وکړه  ، لکه چې دانتخاباتو په ورځ ، سر په ورغوي کې دتا دملاتړ لپاره د رایو د صندوقونو  شاته لاړو او تا ته مو رای واچوله، نن به هم د اوسپنیز دیوال په شان ستا په وړاندې ودریږو  او دخپلو رایو د خوندیتوب په خاطر به له تا نه  ننګه وکړو...!
خو که په ځان کې ددې توان نه وینې چې زموږ د رایه نه ننګه وکړې، د فشارونو په وړاند ې ودریږي،  نو دا خو کولای شې چې میدان ته راووزې او په لوړ غږ زموږ نه بخښنه وغواړې، اعتراف وکړې چې خپلې ژمنې دې پوره نکړی شوې او یا خو دې هم د دهغو پوره کولو ته څوک نه پریږدي  ...! 
دا هم په یاد ولره !
 که دې زموږ په رایو د چاسره معامله وکړه ، نو نه یوازې داچې پر تا به بې باوره شوو، پر دموکراسۍ به بې باوره شو، دخپلو رایو په زور او توان به بې باوره شو، په راتلونکې کې به پرهیچا باور ونکړو او کله به هم د انتخاباتو راتګ ته خوشاله نشو او ګډون به پکې ونکړو. 
اوس نو د ولس دباور او اعتماد، په هیواد کې دولسواکۍ برخلیک په تاپورې تړلی دی. همداته کولی شې چې هغو ته خلاصون ورکړې او یا خو یې دځینو نورو په شان دخپلو ځاني ګټو او د واک دڅوکۍ لپاره، په اوبو لاهوکړې... هیله ده چې یوځل بیا در په یاد کړې چې دولس اعتما د په ډیر مشکل سره تر لاسه کیږي ،خو په ډیره اسانۍ دلاسه ځي . انسان په نړۍ ډیرشیان دلاسه ورکوي او بیرته یې ترلاسه کولی شي ،خو اعتماد او باور هغه څه دي چې دلاسه دې ورکړ،بیا بیرته په لاس راوړل یې  ستونزمن نه بلکې ناشوني دي. 
پای
زیب منتظرمسید