سعودي عربستان دعربي هېوادونودمشتركې پاليسۍ غوښتنه كوي

دسعودي عربستان دبهرنيوچارو وزيرسعودالفيصل دايران په وړاندې دعرب هېوادونودمشتركې پاليسى غوښتونكى شو،نوموړې داخبرې تېره ورځ دعرب هېوادونودبهرنيوچارو دوزيرانوپه ګډه غونډه كې په ډاګه كړي
 
سعودالفيصل چې دعرب هېوادونودبهرنيو چارو وزيرانوته يې ددغه هېوادپه پلازمېنه قاهره كې خبرې كولې وويل:((دعربي هېوادونو دامنيت،غوره اړيكو،او دايران دګواښونوپه وړاندې يوې ګډې ستراتيژى ته اړتياده،اسوشيتدپريس اژانس وايې نوموړې داهم وويل: غيرعرب هېوادونه حق نلري چې دفلسطين،لبنان عراق اونوروعربي هېوادونوپه كورنيوچاروكې لاس وهنه وكړي.دسعودي عربستان دبهرنيوچارو وزير سعودالفيصل تېركال هم دملګرو ملتونوپه عمومي مجمع كې دايران څخه غوښتنه كړې وه،چې دورانكاروهڅو څخه پرهيز وكړي،او داټمي وسلوجوړول ودراوې،غرب پدې تېره موده كې پدې اندېښنه كې دى چې ايران هڅه كوي هستوي وسلې ترلاسه كړي،خوتهران داخبره نه مني ايران وايې اټمي سون توكې دبرښنا دتامين په موخه زياتوې،دسعودي په پلازمينه قاهره كې د دوه ويشتوعرب هېوادونو دبهرنيوچارو وزيرانو ګډون كړى،ويل كېږي پدې غونډه كې په نورو موضوع ګانوسربېره،دفلسطين دسيالوډلو ترمنځ داړيكوپرتامين هم خبره كېږي، دعربي ټولنې مشر عمرموسي ددغه غوڼدې پرمهال وويل:((له دغه راټوليدنې وروسته بايد دهغوستونزوپه اړه دايران سره خبرې وشي،چې له دغه هېواده سرچينه اخلي،هغې زياته كړه زه غوښتنه كوم چې عربي هېوادونه  حق نلري،چې له مشورې پرته دايران سره خبرې وكړي،دسعودي دبهرنيو چارو وزير دايران په وړاندې وروسته له هغه داسي توندې خبرې ترسره كړي،چې پدې وروستيوكې دايران اوبحرين هېوادونواړيكې ترينګلې شوې.اودبهرين دبهرنيوچارو وزيرغوښتنه كړي چې ددغه هېواد موضوع هم پدغه راټوليدنه كې راپورته شي،دبحرين او ايران اړيكې وروسته له هغه خړې پړې شوې چې دايران دمجلس پخواني رئيس داسلامي انقلاب دكليزې پرمهال ويلې وو،چې ايران دبحرين سره ښې اړيكې لري اوداهېواد دايران يوه برخه ده،لدې وروسته دبحرين حكومت دايران سره دګازوقراردادهم فسخه كړ،                                                                                                    
ژباړه اوكمپوز فيض الله غمخور    ۳\۴\۲۰۰۹