دفارس خليج شپږوهېوادونوديوې اعلاميې په خپريدوسره دايران ددولت څخه غوښتې،چې دعلي اكبرناطق نوري هغه خبرې وغندي چې دبحرين دمحكوميت په اړه يې كړي وې.
ددغوشپږوهېوادونوپه خپره شوې بيانيه كې ويل شوې،چې ايران بايد دداډول خبرومخه ونيسي،علي اكبرناطق نورې چې دامهال دايران دجمهور رئيس مشاور اوپه پخوا نيو وختونوكې دايران دمجلس دشورا رئيس هم پاتې شوى،داسلامي انقلاب دديرشمې كليزې په مناسبت په خپله بيانيه كې ويلې ووچې،دبحرين سره دايران اړيكې ښې او داهېواد دايران يوه برخه ګڼل كېږي.چې دايران په شوراكې اوس هم استازى لري،ددې خبروله خپريدو وروسته دبحرين دولت په بحرين كې دايران سفيرته د اخطار دوركونې ترڅنك ددغه هېوادسره دګازوقراردادهم لغوه كړ،سيمه ايزورسنيوپدې اړه بېلابېل غبرګونونه وړاندې كړل دبحرين دچارو وزير دشرق الاوسط دورځپاڼې سره ديوې مركې پرمهال وويل:((ناطق نورې دخپلوخبروپرمهال هيځ ډول مسوليت نه دى حس كړى،او اوس نړيوالې ټولنې اوعربي نړۍ ته پكاردي چې داډول څرګندونې وغندي،))دايران دبهرنيوچارو وزارت دښاغلې ناطق نورې له خبروڅخه داډول برداشت ناسم بللى،او ويلې يې دي،چې دايران اوبحرين اړيكې مخ په غوړيدو دي،اوبايد دا اړيكې دداډول خبروتراغېزې لاندې رانشي،دفارس خليج هېوادونه په عربي نړۍ كې دايران دنفوس څخه په وېره كې دي،په بحرين كې چې سني مسلمانان په قدرت كې دى دشيعه اقليت دهغه نارضايتونوله امله په اندېښنه كې دي،چې دامهال پدغه هېوادكې روان دى،ايران چې په بېلابېلو دوروكې كې يې په بحرين دقدرت واګې په لاس كې درلودې،په ۱۳۵۰ كال كې دملګروملتونوپه منځګړتوب ديوې ټول پوښتنې پرمهال دايران څخه خپل اسقلال ترلاسه كړ.
كمپوز اوژباړه فيض الله غمخور
وروستي