![ګيرهارډشروډردهولوكاست مساله په كلكه ردكړه](https://rohi.af/assets/uploads/old/noimage.jpg)
دالمان پخواني صدراعظم ګيرهارشروډرايران ته دخپل څلور ورځيني سفرڅخه په ګټې اخېستنې سره ددغه هېواددچارواكوسره دكتنې پرمهال ددويمې نړيوالې جګړې پرمهال دهولوكاست ياديهوديانو د ټولوژنې موضوع په كلكه رد كړي
دالمان پخوانى صدراعظم ګيرهارډشروډرچې دامها ل په المان كې كومه رسمي دنده نلري،خوبياهم ويل كېږي،چې دنوموړي سفر دالمان دحكومت په مرسته ترسره كېږي .
دالمان پخواني صدراعظم دتېرې پنجشنبې په ورځ دايران دولسمشرمحموداحمدي نژاد،دايران دپارلمان درئيس اوددغه هېواد دنظام دمصلحت دټولنې مشرسره وكتل،خونوموړې،داخبرې ددغه هېواد دچارواكوسره نه دې شريكې كړي .هغه دامساله دايران دسوداګروسره په يوه ناسته كې راپورته كړه ،هغه دايران سوداګروته ته په خطاب كې وويل:((ديهوديانو ټولوژنه په رښتينې توګه دغندلو وړده،هغه وويل:((كه ايران غواړي په سيمه كې ديوه قدرت په توګه ځان مطرح كړي نوپكارده،چې دنړيوالې ټولنې غوښتنوته سم ځواب ووايې))
ويل كېږي:دنوموړي موخه دنړيوال اټمي اژانس غوښتنې وې چې بايدتكراريې كړي،دايران ولسمشرډېركله دالمان په لاس دهولوكاست موضوع ته ګوته نېولې چې دنړيوالوغبرګونونوسره مخ شوى،دالمان د ډي ډي پي په نوم يوه سيمه ايزاژانس ويلې چې ګيرهارډشروډر په ايران كې دخپلوليدنوپرمهال له ايران څخه غوښتې چې داسرائيلودامنيت دتضمين كارپه غاړه واخلې چې پدې كارسره به دفلسطين اواسرائيلوروان كړكيچن حالت ته دپاى ټكى كېښودل شي.ګيرهارډشرو د رچې۲۰۰۵ كال ترپايه دالمان صدراعطم پاتې شوى.په خپلوخبروكې ويلې چې دايران اوامريكاترمنځ داټمي وسلومساله دلوړې كچې دسياسي مشرانودمخامخ خبروله لارې اواريدى شي،ښاغلې شروډردعلي اكبرهاشيمي رفسنجاني سره دخبروپرمهال وويل:((په سيمه شته ستونزې دايران اوامريكاترمنځ دمستقيموخبروپرته نشي اواريدى،رفسنجاني شروډرته دخپلوخبروپرمهال وويل ايران دسوله ايزوموخودترلاسه كېدوپه موخه داحق لري چې خپل اټمي سون توكې زيات كړي،ښاغلى ګيرهارډشروډرپه المان كې دخپل صدرات پرمهال دايران دهستوي وسلودجوړولوسره مخالف وو خوهڅه يې داوه چې مساله دې دخبروله لارې اواره شي،دايران دبهرنيوچارو وزارت وايې چې دوى ته نه دې المان دولت اونه خپله شروډردايران او امريكاترمنځ دمنځګړتوب خبره كړي،داپداسي حال كې ده چې ويل كېږي چې دالمان پخوانى صدراعظم دالمان ددولت په ملاتړدغه هېوادته تللى دى
كمپوز اوژباړه فيض الله غمخور۲\۲۲\۲۰۰۹