نږدې و چې يو استروييد له ځمکې سره ټکر وکړي


 

ناسا خبر ورکوي، چې نږدې و تېره جمعه يو استروييد( لوی آسماني کاڼی) له ځمکې سره ټکر وکړي. د ناسا د معلوماتو له مخې دغه استروييد، چې تر 47 مترو پورې قطر يې درلود د ځمکې په 70000 کيلومترۍ کې چې تقريباً د سپوږمۍ د واټن يو پر پنځمه کيږي ، د ځمکې له څنګه تېر شو. د ناسا د رپوټ له مخې د دغه استروييد لویوالی تقريباً هماغومره و، لکه په 1908 ز کال کې چې پر سايبريا ولګېد او د 2000 کيلومتر مربع سيمه کې يې 80 میليونه ونې له منځه یوړې.