
«««««««««««
بل چې ګران تر ځان دې شو
پوه شه بس دا مینه ده
تږی، جل وهلی که
خوله دیار مالګینه ده
مخ ته یې که څټ ګورم
ښکلې ، ګلورینه ده
یاریې په سفرتللی
ناسته چې غمګینه ده
توی چې شي وطن لارکې
داسپیڅلې وینه ده
عشق،مینه ګناه بولي
دا ډله بې دینه ده
شپه ده او که ورځ زما
ستاپه یاد رنګینه
ماپرې زړه بایللی دی
توره ده که سپینه ده
زما دخیال او شعراسپه
بې له تا بې زینه ده
29/05/2013
جلال اباد