
زما په خوله داوړه لاسونه کیږدي
زما د زړه د آواز لار بندوي
وایي لږ چپ شه او لږ غلی شه
چې څه ونه وایې
ته د ویلو حق
هیڅ نلرې بس خوله پټه کړه
ته ددې دهر د ظلمونو جبران
په ورین تندی ومنه
په خلاص زړګي ومنه
ته د اظهار ژبه
د خپل زړګی د بیا ن حق نلرې
ته یې یوازې د چوپتیا خاوند
د درد زغملو او بلوا خاوند
نو ته هیڅ مه وایه آرام اوسه
دسوی زړه سره دې پام اوسه
ګوره چې چیرې هم
د مینې نوم په خوله وانخلې
د ژوند په رنګ کې ګرانه
هیڅ یو بدلون وانخلې
ته ! د ویلو حق دې
ګرانه غوښتلی نشې
ته پدې لویه نړۍ
اظهار کولای نشې
هرڅه چې ګورې ګرانه
بس تماشا کوه او چپ اوسه
نایاب
سپتمبر-۲۶-۲۰۱۳