متخاصم ( قهرجن) سړي چاغۍ ته ډېر مساعد دي


د فرانسې د يوه څېړنيز رپوټ له مخې هغه سړي چې ډېر قهرجن يا متخاصم دي ، په دوی کې د چاغۍ استعداد ډېر وي. ډاکتر هېرمان نبي وايي ، چې د هغو څېړنو له مخې چې دوی پر قهرجنو يا په شخړو کې اخته ښځو او سړيو کې ترسره کړي ، دا په ثبوت رسېدلې چې د دوو لسيزو په ترڅ کې قهرجن نارينه ډېر وزن تر لاسه کوي ، حال دا چې په ښځو کې د دوی قهرجن يا متخاصم کرکټر د دوی پر وزن کومه اغېزه نه لري.