زما قوم،زما ټبره


زما قوم، زما ټبره
پروت په لریې که په بره
له بولانه تر چتراله
له پامیره ترخیبره
لږ نظروکړه نړۍ ته
دزمان او وخت لړۍ ته
دماضي له ژوند راووزه
دنن ورځې، نن پيړۍ ته
 پلارنیکه به دې باتور وو
په خپل وخت کې به یې زور وو
لاندې کړې به یې وي ځمکې
نوم، شهرت به یې په هرلور وو
خونن ته په هیڅ کې شمار یې
نه دتورې، نه د کار یې
ندې هغه شان، پرتم شته
نه لارښود یې، نه سالار یې
له کاروانه شاته پاتې
ایبلې پښې روان په لار یې  
دپردو د لاس اله یې
بس خپل ځان ته دې بلا یې
خپل بچي، خپل وروڼه وژنې
جوړ دښمن ته ننداره یې  
دقلم، کتاب دښمن یې
په ټوپک، په جنګ مین یې
له ښکلا،له ګل کړې کرکه
داغزو خوښ په چمن یې  
ناست دبل دلاس مړۍ ته
ملامت ټولې نړۍ ته
لږ راويښ شه، لږ بیدارشه
پښې دې سمې کړه شړۍ ته
ځان دسیاله سره سیال کړه
په علم،پوهه ځان سنبال کړه
دجمال یاد راتازه کړه  
را ژوندی ځان کې خوشال کړه
چې منزل ته رسیدلي
دهغو د لارې مل شه
چې هرګام کې یې خوښي وي
دهغه لوري مزل شه

24/09/2013
جلال اباد