تریخ حقیقت


دا کابو څلویښت کاله کیږي چې موږ ناخوالې، ناورینونه، مرګ ژوبلې ګالو او د ژوندانه په هر ه برخه کې د ستونځو سره لاس او ګریوان یو. په همدې اوږده موده کې ، موږ د یو بل ګریوان نیولی، خو دا فیصله مو ونکړای شوه چې، څوک په سمه لاره غواړي موږ بوزي او څوک مو د کوهي او ګړنګونو لور ته کاږي. زه،تا ګرموم او ته ما،بیا دواړه د خپلې بې وسۍ او بې حسۍ پړه کله په ګاونډیانو وراچوو او کله هم پر نړیوالو .
پدې کې هیڅ شک نه شته چې بهرنیان ، که هغه ګاونډیان دي یا هم ځینې نور نړیوال هیوادونه، زموږ په بدمرغۍ کې لاس لرلی او لري یې، خو موږ شاید تر هغو ډیر مسولیت ولرو او تر هغو ډیر ګرم واوسو. شاید موږ خپل ګریوان ته سر ندی کښته کړی او خپلې نیمګړتیاوې مو یا خو لیدلې ندي او یا خو مو که لیدلې وي، نو پام مو ندی ورته کړی او اعتراف ته غاړه نه ږدو.
زما په باور، زموږ ډیری ستونځو لدې ځایه سرچینه نیولې ده چې، موږ تل پدې هڅه کې یو او بار بار غواړو نورو (بلکې خپل ځانته ، نور مو پيژني) ته هم ثابته کړو چې، موږ د نورو انسانانو نه ځانګړي یو؛ په موږ کې تر هغوی میړانه زیاته ده ؛ غیرت راکې تر دوی ډیر دی؛ له خپل ولس او هیواد سره تر بل هرچا ډیره مینه لرو ، کلتور مو تر دوی لوړ دی؛ تاریخ مو له حماسو ډک دی او...
پدې مفکورې او ځانګړنې دومره ټینګار کوو او دومره زیاته یې یادوونه کوو چې، په پای کې موږ پخپله تلقین شوي یو چې، ګویا رښتیا هم موږ ځانګړي یو. خو داسې نده، زموږ میړانه یوازې د ټوپک ډزولو او دخپل ځان او بل د وژلو، پورې محدوده ده ، کلتور مو هم یوازې تر لونګۍ، څپلۍ او واسکټه پورې منحصر کړیدی، تاریخ مو هم د واک په خاطر د ورور لخوا د ورور د سترګو ایستلو، وژنو او ویجاړیو نه ډک دی او زیاتره پردو راته لیکلی دی.
زما په پکر ،موږ ترټولو دمخه باید پدې ځان پوه کړو او قناعت وکړو چې، موږ هم دنورو انسانانو په څیر، که ځینې بریاوې او وړتیاوې لرو، نو ورسره نیمګړتیاوې او کمزورۍ هم لرو چې ، شاید تله به یې تر لوموړنۍ درنه وي ؛ ځکه چې بریالي او وړتیا لرونکي ولسونه زموږ په شان په خوارۍ او بې وزلۍ کې ژوند نه کوي . دنړۍ نور ځینې ولسونه ، شاید تر موږ ډیر میړاني وي، خو هغوی دخپلې میړانې ډنډورې نه وهي، بلکې په عمل کې یې ثابته کړیده، او داچې خپل ولس او هیواد ورته تر موږه ډیر ګران دی ، لوی ثبوت یې دهغوی سمسور، سوکاله او غوړیدلي هیوادونه دي ؛خوله خپل ولس او هیواد سره زموږ د مینې او محبت ثبوتونه څه دي - وران ویجاړه هیواد او دهر کس او ناکس محتاج او هر دم شهید ولس ...!
موږ داهم بار بار وایو او دهر پوه او ناپوه، لوستي او نالوستي په خوله داخبره ده چې: ټوله نړۍ زموږ دښمنه ده، موږ نه پریږدي چې ارامه ژوند وکړو، موږ نه پریږدي چې خپل هیواد ودان او سمسور کړو. پرموږ هرځل جګړې تپي، په خپلو منځو کې مو سره په شخړو اچوي، بې اتفاقي راکې جوړوي او ...
که فرض کړو چې نړۍ رښتیا هم زموږ دښمنه ده، نوبیا خو باید ترې ګیله ونکړو ، ځکه چې هرڅوک غواړي چې خپل دښمن ته زیان ورسوي او شره یې ځان په امان کړي . خو زما په پکر، داسې نده، راځئ چې ومنو چې، نړۍ زموږ دښمنه نده، بلکې لږ خپل سر،خپل ګریوان ته ښکته کړو او پدې پکر وکړو چې، کیدای شي په موږ کې به داسې څه وي چې، نړۍ یې زموږ دښمنه ګرځولې ده. نو باید خپلو کړو وړو ته له سره تجدید نظر وکړو او په هغو کې سمون راولو.
دا چې موږ څوک وړاندې تګ ته نه پریږدي یا مو د هیواد او ولس د ابادولو په لاره کې خنډ ګرځي، باید ووایم چې ، هغه هیوادونه چې نن د پرمختګ لوړو پوړیو ته رسیدلې دي او ارامه انساني ژوند لري، ایا دوی ته نړیوال راغونډ شوي ول او تړه یې کړې وه چې: پریږدئ ، څوک ورته مزاحمت مه کوئ چې دوی پرمختګ وکړي او خپل هیوادونه سمسور، اباد او ولسونه هوسا او سوکاله کړی ؟. نه داسې نده، دوی دخپل پرمختګ او هوساینې شرایط پخپله ځانته برابرکړيدي، چاته یې اجازه نده ورکړې چې ورته مزاحمت وکړي او ددوی دنیکمرغۍ په لاره کې خنډ وګرځي. خپلې ګټې یې دخپل هیواد او خپل ولس په ګټو کې رانغاړلې دي اوخپلو ملي ګټو ته یې تر خپلو ځاني ګټو ترجیح ورکړیده. ایا موږ دا کار کړیدی؟!
نه ، هرګز نه . موږ ددې لپاره چې خپل تربور له پښو ورځوو، د هر پردي او دښمن سره مو لاس یو کړیدی؛ ددې لپاره چې خپل ورور او تربور مو میدان رانه ، نه وي ګټلی ، هغه مو پردي او دښمن ته سپارلی دی .
دا چې، موږ ولې بې اتفاقه یو او ولې دا سرخوړلی اتفاق په موږ کې نه راځي؟، پدې کې هم موږ پخپله ګرم او پړه یو، موږ پخبله بې اتفاقه یو، خپله نیکمرغي د تربور په بدمرغۍ کې لټوو، بې اتفاقي مو فطرت ګرځیدلی دی،نو مشکله به وي چې پدې خبره سره توافق ته ورسیږو. بې اتفاقي او دهغې په وړاندې مبارزه ، زموږ دتاریخ یوه برخه ده چې، ډیری کسان پدې ندي توانیدلي چې دا ستونځه اواره کړي ، خو دومره به ووایم چې، ددې پرځای چې ډیر وخت پدې تیر کړو ، ښه به داوي چې پدې پکرو کړو چې، څنګه کولای شو چې د شتو اړیکو په لرلو سره ، دخپل هیواد او ولس دخلاصون او ابادۍ لپاره اغیزمن ګامونه پورته کړو...
بله ستونځه ، زموږ بې ځایه غرور دی . موږ د خپل وران ویجاړ ژوند نه خوښ یو او د نورو له هوسا او سوکاله ژوند نه خپل ته ترجیح ورکوو او پدې اند یو چې نړۍ باید زموږ نه د ژوند کولو لارې چارې زده کړي . موږ ته ښایي چې، هڅه وکړو ، ترڅو له نورو ډیر زده کړو او لږ ور وښیو، ځکه چې که موږ تر نورو ښه پوهیدی، نو حال به مو داسې نه وای.
د ازادۍ په اړه هم شاید موږ ناسم پوه شوي یو، نو موږ باید لومړۍ د ازادۍ په مفهوم ځان پوه کړو، بیا وګورو چې، موږ ازاد یواو که نه ؟! ، که نه یو ، نو د ځان د ازادولو لپاره د نورو ازادو ولسونو د تجربو نه په ګټه اخیستو سره، ځانته یوه لاره پیدا کړو.
په پای کې مې د خپلو درنو لیکوالانو، شاعرانو، پوهانو او تحلیلګرانو نه هیله دا ده چې، ولس په جعلي او بې ځایه ویاړنو او ستاینو و نه غولوي ، بلکې پخپلو لیکنو، شعرونو او تحلیلونو کې، د ځمکنیو حقایقو په رڼا کې ولس ته دهغوی نیمګړتیا وي په ګوته کړي او دهغو نیمګړتیاوو د سمون او اصلاح لپاره ورته لارښونې او تجویزونه وړاندې کړي، ترڅو د جګړې او ناخوالو دتورو تیارو لدې ژور کوهي نه ، د نورې نړۍ د تجربو نه په ګټه اوخیستو او زده کړې ، وکولای شو چې را ووزو او په خپله خاوره کې هوسا او سوکاله ژوندولرو.