
ازادي –
ولې ډیری افغانان په افغانستان کې د
امریکایانو پاتې کیدل غواړي!؟
ازادي هغه څه دي چې افغانانو پرې تل خپل سر ورکړي او دنورو سرونه یې هم روغ ندي
پرې ایښي. افغانان هغه ځانګړتیا چې دوی د نړۍ له نورو ولسونو نه بیلوي او تر هغو
ځان ویاړلی بولي، دازادۍ سره بې بریده مینه او دهغې لپاره قربانۍ او سرښیندنې ګڼي.
افغانانو دتاریخ په اوږدو کې، پرځان هره خواري او ناخواله منلې ده، خو پرځان یې د
پردیو واکمني او واک ندی منلی او د نړۍ ډیر زورو او لوی ځواکونه یې په نره له خپل
ټاټوبي او خاورې په شا تمبولي دي او غاښ ماتونکی ځواب یې ورکړیدی. خونن ورځ ډیری
افغانان پدې انداو باور دي چې که امریکایان (چې پردي دي) زموږ له خاورې لاړشي، موږ
به له ستونزو سره مخامخ شو، نوځکه خو غواړي چې د امریکا سره دې په هره بیه چې وي، دفاعي
او ستراتیژیک تړون لاسلیک شي، ترڅو امریکایان له افغانستان نه په بشپړه توګه خپل
سرتیري او ځواکونه ونه باسي ، یاني پرځان د پردیو واکمنۍ ته یې سرټیټ کړیدی.
مخکې تردې
چې دا موضوع وڅیړو او لاملونه یې را وسپړو، لومړی راځئ پردې رڼا واچوو چې ازادي څه شی دی او افغانان
ازادي څه ته ویلي او وايي؟