پکتيکا ولايت کې طالبان او دولت يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

د پكتيكاولايت امنيتي چارواكي وايي چې د يوه بريد پرمهال يې اتلسو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده، چارواكوپه پېښه كې د يوليس وژل كيدل او بل ټپي كيدل هم منلي دي، خو وسله وال طالبانو بيا وايي چې پرپوسته يې بريدكړى او ديارلس سرتيري يې وژلي او ټپيان كړي دي، طالبانو بياد خپلو درو ملګرو ټپي كيدل منلي دي.
د پکتيکاولايت امنيې قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ وايي چې د شنبې په شپه يو شمېر وسله والو د ګيان ولسوالۍ د مزار پر پوسته بريد وکړاو د پوليسو او وسله والو تر منځ نښته تر يوه ساعت روانه وه، چې په پايله كې يې اوه وسله وال وژل شوي او يولس نورټپيان دي، دى زياتوي چې وسله والو خپل مړي او ټپيان هم له سيمې وړي دي، د قوماندان په وينا چې په پېښه كې يو پوليس وژل شوى او يوبل ټپي دى.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې په دې نښته کې يې د پوليسو ياده پوسته نيولې او اته سرتيري يې وژلي او پنځه نوريې ټپيان كړي دي، مجاهد په پېښه كې يواځې د خپلو درو ملګرو ټپي كيدل هم منلي دي. دا چې د پكتيكاولايت د ګيان ولسوالي ليرې پرته او ان له وزيرستان سره پر پلوه ده ځكه د پېښو پرمهال خبريالانونه ته هم ګرانه وي چې كره او پوره معلومات تر لاسه كړي.