دجمهوری ریاست لپاره د سیاسی ایتلافونو نا معلوم برخلیک؟

یو شمیر سیاسی مشران او د جمهوری ریاست احتمالی نوماندان په خپلو کې سره جوړ جاړی ته رسیدلی او یا هم خبری روان دی.
۱ - داکتر عبدالله عبدالله نوماند،،،، ورسره دحزب اسلامی غړی ارغندیوال لومړی مرستیال او داسی ویل کیږی چی حاجی محمد محقق دویم مرستیال.
یادونه: له ارغندیوال سره بیا ټول حزبیان موافق نه دی ..یواځی نوموړی د امتیاز لپاره دا لوبه شروع کړی.
۲ - زلمی رسول جمهوری ریاست ته نوماند ،،، ورسره عطامحمد نور لومړی مرستیال او دلته هم د محقق د دویم مرستیالی خبرې روان دی.
یادونه:محقق تر دی مهال د جمهوری ریاست څو نوماندانو ته ویلی چی زه به له دوی سره یم خو تراوسه لا معلومه نه ده ...په لومړی سر کې له انوارلحق احدی سره هوکړی ته رسیدلی وو.
۳ - دوکتور اشرف غنی احمدزی نوماند ،،، ورسره د یونس قانونی د لومړی مرستیالی او صادق مدبر د دویم مرستیالی خبرې اوریدل کیږی.
۴ - قیوم کرزی احتمالی نوماند ،،ورسره د صلاح الدین ربانی د لومړی مرستیالی خبره اوریدل شوی او دهزاره ورونو یو استازی به دویم مرستیال وی.
حنیف اتمر،احمدضیا مسعود.جنرال دوستم،امرالله صالح او دوکتور انوارلحق احدی هم له مختلفو سیاسی بهیرونو سره خبری کړی خو کوم توافق ته نه دی رسیدلی.
اوس که ملګری کره معلومات لری نو هیله ده چی له دوستانو سره یی شریک کړی.