جنرال موټورز د تړل کېدو له ګواښ سره مخ شوی

 

د امريکې د موټر جوړولو تر ټولو لوی شرکت جنرال موټورز د تېر کال په وروستيو دريو مياشتو کې 9.6 ميليارد ډالره زيان کړی دی. په دې توګه په تېرکال کې د د دغه شرکت ټول زيان 31 ميليارد ډالرو ته ورسېد. د جنرال موټورز مسوولين وايي ، چې د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې هم شرکت 6.2 ميليارد ډالره زيان ګاللی چې دا زيان يې له خپلې اصلي پانګې څخه ورکړی او په همدې موده کې د جنرال موټورز پلورنې له 1982 کال څخه را په دې خوا تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلي . د شرکت مسوولين وايي ، چې اوس دغه شرکت د سقوط او تړل کېدو له ګواښ سره مخ شوی او دوې په دې اړه د حل لارې لټوي.