پنځه دېرش زره بې روزګاره کسان امنيت،حاکميت،اقتصاد او ټولنيزپرمختګ ته څرګند ګواښ دى

 خوست د افغانستان هغه ولايت دى، چې د جيوپولټيک،جيوستراتيژيک او جيواکا نوميک موقعيت په اساس دټول هېواد لپاره ځانګړى اهميت لري.په همدې اساس د وخت حکومتونو دغه ولايت ته په حساسو پړاوونو کې خاصه توجه کړي او په هرلحاظ يې د يوې مهمې دروازې په توګه ترخپله وسه ټينګ ساتلى دى.
په تېر کې چې هرکله دغه مهمه دروازه ماته شوې، ورپسې په ډېرې اسانۍ سره پلازمېنې کابل او ټولو ولايتونو سقوط کړى، په همدې دليل وېلى شو، چې خوست ولايت د ټول افغانستان لپاره لکه د يوه کور اولين ور دى، چې بايد اوسنى حکومت يې د پياوړي کېدو لپاره ټول هغه اقدامات ترسره کړي، چې راتلونکي تشويشونه په بشپړه مانا رفع کولى شي.
 
د بدلون په لسيزه کې د نړيوالو مرستندويه ټولنو په چوکاټ کې د مختلفو موسساتو او بهرنيو ادارو سره دخوست ولايت لسګونه زره تنه په بېلابېلو برخو کې په مناسبو معاشونو سره په دندو وګمارل شول، چې واقعاً دغو ګمارنو د بې روزګارۍ ستونزه له منځه يووړله او بل خوا يې زرګونو کورنيو ته په خپل ولايت کې د حلالې نفقې دلاسته راوړلو زمينه مساعده کړه.خو پدې وروستيو کې چې کله نړيوال ځواکونه او مرستندويه ټولنې د افغانستان دنورو ولايتونو په څېردخوست ولايت څخه هم په وتو دي او خپلې مرستې او پروګرامونه يې محدود کړي، نو ورسره سم پدغه ولايت کې پراخه بې روزګاري منځته راغله.
 
څو ورځې وړاندې په پلازمېنه کابل کې دخوست ولايت په پرمختيايي کنفرانس کې د ملګرو ملتونو ((UN)) يوه لوړپوړي استازي په خپلو خبرو کې وويل چې د بهرنيو مرستندويه ادارو له خوا د پروګرامونو د تړل کېدو له امله يوازې په خوست ولايت کې شاوخوا ((٣٥٠٠٠)) پنځه دېرش زره تنه وزګار شويدي.
 
زما په اند دهېواد پدغه حساس پړاو کې چې يو خوا د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټولټاکنې رروانې او بل خواته نړيوال ځواکونه وځي او ترڅنګ يې د شمالي وزيرستان سره د پراخې پولې درلودونکي سرحدي ولايت((خوست))  کې دومره لوړ شمېر بوخت کسان د بې روزګارۍ سره مخامخ کيږي، له شک پرته به د دغه ولايت سوله،امنيت،ثبات،دولتي حاکميت، د قانون حاکميت،اقتصاد،ټولنيزپرمختګ او په ټوليزه توګه ټول هغه پرمختګونه او برياوې اغېزمنې کړي چې په تېرو دوولسو کالونو کې په ډېرو قربانيو او هلو ځلو سره  رامنځته شويدي.
 
يو عالم وايي، د بې روزګاره کس مغزه د شيطان  ځاله ده.موږ او تاسو په خپل کلي ، چم او سيمه کې هم ليدلي، چې اکثرا غله، لاره وهوونکي،قاتلين او نور  انسان ځورونکي اشخاص هغه کسان دي، چې دوى بې روزګاره دي او سالم مصروفيت نلري.نو په همدې اساس زما او زما په څېر د سلګونو ځوانانو سره لويه اندېښنه داده،چې که چېرې مرکزي حکومت او نړيوال مرستندويه موسسات ددغه بې روزګاره خلکو لپاره د سالمې بوختيا لپاره د يوه خاص مېکانېزم پواسطه ځينې پروګرامونه او بنسټيزې پروژې رامنځته نه کړي،نو ممکن دغه ٣٥٠٠٠ پنځه دېرش زره نوي وزګار شوي کسان د بل چا پنجو ته ولويږي او دخپلې خاورې او ملت  پرضد يې استعمال کړي.
 
زما په اند ددغه لويې او جدي ستونزې د رفع کېدو لپاره يوازېنۍ لار همداده، چې د مرکزي حکومت سکتوري وزارتونه او نړيوال مرستندويه موسسات ددغه ولايت دبيارغونې پنځه کلن ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې د ولسونو په خوښه د تعين شويو بنسټيزو پروژو لکه د اوبو د ذخېروي بندونو،برېښنا،صنعتي پارکونو او پلونو په پلي کولو کې عملي مرستې وکړي او ترڅنګ يې هغه مهمې پروژې هم بشپړې کړي، چې ساختماني کارونه يې کالونه وړاندې پيل شوې، خو د نامالومو دلايلو له مخې يې چارې د ځنډ او خنډ سره مخامخ شويدي.د بېلګې په توګه دخوست –ګردېز سړک،د غلام خان ترانزېټي بندر رسمي کېدل او د ملکي نړيوال هوايي ډګر بشپړول دي.
 
که چېرې اړونده وزارتونه او نړيواله ټولنه دغه او نورې مهمې ولسي او بنسټيزې پروژې په عملي ډول پيل او پلي کړي، له شک پرته چې يو به وزګار شوي کسان بېرته په ښه شان سره مصروف او بل لوري ته به د دغو مهمو پروژو په بشپړولو سره د خلکو اقتصاد په پښو ودريږي او بيابه دې ته اړ نه وي، چې دهرچا په غوړه  نامالومه ډوډۍ پسې ولاړ شي، بلکې په خپل ټاټوبي کې به په پوره عزت سره کار کوي او حلاله نفقه به لاسته راوړي.
 
د همداسې ورځې په هيله
 
مبارزمحمدځدراڼ – خوست – افغانستان
 
نېټه : ٢٧-٦-١٣٩٢