د پښو د پل تر ټولو پخوانۍ نښه ، چې د اوسني انسان د پښو اناتومي څرګندوي په کينيا کې وموندل شوه. د پښو د پل دغه موندل شوې نښه چې يو نيم ميليون کاله زړښت لري او د پنجو اندازه او د ګام اخيستو بڼه يې ټول د اوسني انسان يا د هومو ارېکتوس په څېر دي . که څه هم تر دې دمخه د درې ميليون او اوه سوه زروکلو په زړښت د پښو نښې په تانزانيا کې موندل شوي ، خو هغه د انسان د نېکونو يااوستراولپتيکوس د پښو نښه بلل شوې. د دغې نوې موندنې په اړه تر لاسه شوي معلومات د ساينس په مجله کې خپاره شوي.
وروستي