پکتيکا امنيتي مسؤولين وايي چې د هندي الاصله افغان مېرمنې د وژلو پلان له پولې هاخوا په پاكستان طرحه شوی و

پکتيکا امنيتي مسؤولين وايي چې د هندي الاصله افغان مېرمنې د وژلو پلان له پولې هاخوا په پاكستان طرحه شوی وو او او هغه بهرنيو وسلوالو د داخلي وسلوالو په مرسته وژلې ده، د چارواكو په خبره چې د صاحب كمالې د وژنې په تور نيول شويو دوو كسانو ويلي چې له طالبانو تېښته په نوم د فلم کيسه يې ليکلي وه او بله دا چې په انټرنېټ به يې هندوستان ته د طالبانو معلومات ورکول.
د پکتيکاامنيې قومندانۍ سرپرست سمونوال عبدالشاه ظريفي وايي له هغودوو وسلوالويې پلټنې روانې دي چې د هندي الاصله افغان مېرمنې صاحب کمالې په وژنه کې د لاس لرلو په تور نيول شوي دي، ظريفي زياته کړه نيول شويو اعتراف کړی چې دغه مېرمن يې ځکه وژلي چې نه يوازې يې له طالبانو د تېښته په نوم د فلم کيسه ليکلي وه بلکې له خپل کور به يې د انټرنېټ پر مټ هندوستان هېواد ته د طالبانو په اړه معلومات ورکول.
هندۍ سشميتابنرجي چې له مسلمانېدو وروسته يې اوسنى نوم صاحب كماله وو، د جانباز خان په نوم د پکتيکاله يو سوداګر سره نږدې ۲۴كاله وړاندې واده کړى و، او په دې وروستيو کې افغانستان ته راغلې وه او په ښرنه کې يې له خپل خاوند سره يو ځاى ژوند کاوه، صاحب كماله د تېرې پنجشنبې په شپه د وسله والو له خوا لومړۍ له كور بوتلل شوه او بيا ووژل شوه، که څه هم ځايي چارواکي د هغې د وژنې پړه پر وسله والو طالبانو اچوي، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد نه مني چې دوى دې د بنرجي په وژنه کې لاس ولري.