
جرمني د هيورت ښــــــارګوټـــی
د ۲۰۱۳ ز کال د سپتمبر لسمه
د معمول له مخې بېلابېلو هېوادونو کې په خپل وار سره د ملي او دیني ارزښتنو د درناوي په ویاړ د وخت د غوښتنو سره سم یو لړ ځانګړي مراسم تر سره کیږی ، او ددغه مراسمو د تر سره کولو لپاره د هېواد حالت ته په کتو او د ولسونو د غوښتنو په پام کې نيولو سره خپلې خپلې کړنلارې پلې کیږي. خو د څه د پاسه درې لسیزو کې افغان بې وزله ولس د بېلابېلو ناتارونو او غمیزو د حلاجۍ په لړونو کې داسې وزبېښل شو ، چې د خپلو ملي ویاړونو لمانځنې یې د محدودو غونډو په جوړولو کې راونغښتل شوې .
د هغه هېوادوالو په یاد ، چې ځانونه یې د هېوادنۍ میني په سمندر کې د یو مقدس ملي ارمان لپاره لاهو کړل او له منځه ولاړل . میندې یې بوري ، مېرمنې یې کونډې اولادونه یې یتیمان او خپلوان یې د غم په ټغر پاته شول ، د شهید په نامه د یوې ورځې یاد کوم بد کار نه دی ،خو ددغه نېټې درناوی هغه وخت په سپکاوي واووښت کله چې، د جنګسار مسعود د مرګ د ورځې سره یې سمون وخوړ . خو بیا هم تمه کېده ،چې دا نېټه دې د ملي يووالي سره د مرستې په موخه په خپل ځای پاتې او ډېری هېوادوال چوپه خوله پاته شول .
د رښتینو شهیدانو د هیلو پوره کېدو لپاره ، ژوندو ته پکارو وه ، چې د هېواد د ملي شتمنیو د لوټولو پر ځای د خپلو لیکو څخه یې د شهیدان شوو ملګرو د یتیمانو په سر د محبت او خواخوږۍ لاس کش کړای وای . تر څو دغه یتیمانو د خپلې ټولنې هغه ویاړنې ، چې پلارونو یې د سر په بدله کې خلکو ته پرېښي وي ، د ځان ګڼلی وایي . اوهمدا رنګه په هېواد کې میشتو ورونو قومونو یو بل ته د بل هر وخت لازیات د ورورۍ او محبت لاس ورکړای وای . خو داسې ونه شول د تړلو درواز و تر شا د هېواد د اصلي بچیانو مېړانه او سرښندنه هېره شوه ، حرفوي غلو او چپاول ګرانو ته د نامشروع جوړجاړي له مخې د شهادت مرتبه هم د سوداګرۍ په تله کې داوطلبۍ ته کېښودل شوه . طبیعي خبره ده ، چې وړونکی یې هم باید هغه څوک وي ، چې د نړیوالو د ډالرو دروازې ورته پرانیستل شوي وي . ددې پرځای چې د ټول افغان ملت په وړاندې د یوداسې مصنوعي لقب په تر لاسه کولو سره یې شکرانه ادا کړي وایي ، لا یې نور هم په زخمونو مالګه وپاشله . او په دغه ورځ د ټولو شهیدانو د یاد پر ځای د یو ځانګړي کس لپاره د یوې نمایشي ډرامې پر مهال د ژوندون د نړیوال تلویزیون په ودانۍ باندې ، چې د جمهوري ریاست په څو کیلومترۍ کې پرته ده ، وحشیانه حمله کیږي . او پدې توګه یې یو ځل بیا لکه د تېر په څېر خپلې کرغېړنې کړنې نندارې ته کېښودلې . مونږ ددغه اوباشانو دا غېر انساني عمل ، چې د واک په ګډۍ ناستو له خوا یې ملاتړ کیږي ، په کلکو ټکو غندو او ددغه فاسدې ادارې د اړوندو ارګانونو څخه په کلکه غوښتنه کوو ، چې ژر تر ژره دې ددغه وحشیانه کړنو عاملین تشخیص او د قانون په رڼا کې په سخته سزا ورسول شي . شهیدان هغه دي ، چې د یو مقدس ملي ارمان په خاطر یې ځان قرباني کړی وي او د خپلو خلکو له خوا یې په درنښت سره اړوند مراسم تر سره شي . نه دا چې ، یو شمېر پردیپالي وحشي صفته وران کاران افغان ملي یوالي ته د زیان رسولو په موخه د ژوندون نړیوال تلویزیون حریم باندې تیري ته وهڅول شي .
مونږ ددې لیکنې له لارې خپل هر اړخیز او ټینګ ملاتړ د ژوندون نړیوال تلویزیون د مشرتابه او ټولو کارکوونکو سره اعلانوو .او د اړوندو ارګانونو نه په کلکه غوښتنه کوو . چې ددا ډول بې مسئولیته ټوپکوالاوو مخه ونیسي که نه نو د افغان ولس د سخت غبرګون سره به مخ ، پایلې به ناوړه او مسئولیت د همدغه فاسدې ادارې په غاړه وي . په درنښت
په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د مشرتابه جرګه