
ډاکتر محمد نواب ویساند
اقتصاد
د بشریت د پراخو غوښتنو او اړتیاوو
لپاره په تنګو او محدودو پولو کې ایسارې زېرمې او شونتیاوی ځانګړی او همدا شان ورځ تر
بلې د وګړو د زیاتیدونکو غوښتنو د پوره کولو او دیو هوسا ژوند برابرولو لپاره د ګټې
وټې غوره لاری چاری ،
لارښوونې او میتودونه ، چې پر مټ یې په لږ لګښت ، ډېرې ګټې
او په زړه پوری پاېلې تر لاسه شی ، په ګوته کوی . دا غوښتنې د هیوادونو ، سیمو او ځانګړو
وګړو تر منځ په متمدنو ، پرمختللو (شتمنو ) او وروسته پاتې (
نېستمنو )ټولنو کې د څومره والي ،
څرنګوالي، ډولونو او بڼې له مخې یو بل سره
یو شان
نه وي . هر هېواد او سیمه د
ځانګړو ځانګړتیاوو او وړتیاوو له مخې د ژوند د هوساینې او پرمختګ لپاره لږ و
ډیر اړینې کړنې چې د اړوندې ټولنې د مادی
او مالی ځواک سره اړخ ولګوی ، تر سره کوی .
داچې ددغه ځواک نه د ټولنیز ــ
اقتصادی پراختیا لپاره په کومو برخو کې په کومه
اندازه ، څه ډول کار اخیستل
کیږی ، د یو هیواد د اقتصادی سیاست ، ستراتیژیک
لید لوری ، ارادې او
وړتیا پوری تړلی دی
. افغانستان چې د بې وزلو هیوادونو
په کتار کې ځای لری او ډېرۍ وګړی یې د بېړنۍ کرښې لاندې
ژوندکوي او سړی سر عاید یې د حد اقل کچې ټیټ
او د پوره او پراخو طبیعی زېرمو درلودلو سره سره د بیګانګانو مالی او تخنیکی مرستو ته اړ دې , د بل هر وخت نه پکې د یو یو پول یا سنټ پر ځای او سم
لګول ، ددغه حالت نه د راوتلو په موخه خورا
ضروری ګڼل کیږی . دا کار یواځې هغه وخت شونې دې چې په هیواد کې د یو ابرومندانه
او هوسا ژوند برابرولو لپاره د هر
څه لمړې یو روښانه
اقتصادی سیاست یا تګلاره چې د وخت
د غوښتونو او شونیاوو سره سمون
ولری موجوده وی . او د هغې په رڼا کې په هیواد کې
د شتو ریزرفونو د پوره کار ونې او ګټې اخستنې تر څنګ ، د وړ او پر خپل وخت
تخنیکي ــ اقتصادي څېړونو پر مټ
د اغېرمنتیا او لمړیتوب له مخې د
ګټورتوب په ډاګه
کېدو سره د پراخیدونکو کارونې لپاره د غوره لارو چارو په تر سره کولو ، چې د لازمو پایلو
اټکل پکې شونې وی ، لاره
هواره شی . öکه چېرې دا
څېړنې د
یو داسې اقتصادی واحد په هکله ، چې
د لمړی ځل لپاره د اقتصاد اړوند
سکټورونو په کومه څانګه کې منځ
ته راځي ، تر سره کیږی ، يو څه وخت
او د ژورو پوښتنو ځوابولو ته د پوره معلوماتو برابرولو له لارې ، چې پکې د اړوندو ښکارندو ټولې
خواوې د کورنی او بهرنی شرایطو په
ګډون په پام کې نیول شوی وی
، ضرورت دی . او که چېرې دیو داسې
واحد د رامنځ ته کیدو په هکله وی چې ورته
واحد د مخه په هیواد کې جوړ او ازمایل شوی وي ، په کار ده ( ښه به دا وي )، چې د دا
ډول څېړنو په بهیر کې د پخوانی
واحد د نیمګړتیاوو ، تشو او ستونزو د ارزونې
د پایلو په پام کې نیولو سره ، د نوو
لپاره د یو لړ بشپړونکو او
اړینو اصلاحاتو په راوستو سره
د اړوندو څېړنو بهیر د
یو شمیر څرګندو او نا ځواب شوو پوښتنو په
ځوابولو (اصلاحاتو ) سره را لنډ کړلای شي . د ملي اقتصاد
د بیلابیلو څانګو په تېره بیا
معدن ، صنایع ، برېښنا ، . . . . .
اړوند مطالعاتی کړنې د ډیرو پړاونو
نه تیریږی . او په هر پړاو کې د موضوع اړوند ښکارندې (
شاخیصونه ) په ځیر سره څېړل کیږی تر څو د
پروژی د پلی کولو پر مهال کومې داسې ستونزی چې د کار
نورمال بهیر ټکنې
کړی ، را ولاړی نه شی . په ټولیز
ډول د تخنیکي ــ اقتصادی څېړنو په
ترڅ کې له پېله
تر پایه د
ځانګړو څانګو یا برخو اړوندو
کړنو سر بېره ، دغه
لاندی څو ټکو ته چې د یو
بل پسې په خپل
وخت په پام کې نیول کیږی ، کتنه پکار ده :
۱ .
په یوه هیواد کې د اړتیا او امکاناتو له مخې
په لمړی ګام کې د یو اقتصادی واحد را منځ ته کیدل
د یوې ایډیا ، مفکوری
، آند او یا طرحې په توګه د مسئولینو او کاروباریانو په ذهن کې د
بشپړ تیاری پرته (
دلته په ټولنیز او اقتصادی ډګر کې
د غوښتنو او شونتیاو په منځ کې لا ډېر څه روښانه نه وي
) را څرګندیږی .
۲ . د اقتصادی سیاست او تګلارې له مخې د پانګې او کار د متوازن ویش
د اصولو پر بنسټ پوهنیزی او څېړنیزی کړنې چې
پکې د ټولو سیمو حقوق خوندي
وی دلمړیتوب په پام کې نیولو سره ، په یوه ټاکلی سیمه کې د یوه ټاکلی
واحد د جوړیدو یا ودانیدو په هکله تر سره کیږی . د
ازاد بازار اقتصاد د خلاص لاس پر
بنسټ دا ډول
اقتصادی واحدونه د سیالۍ له مخې
مطالعه ، جوړ او هر چېری چې وي د
قوانینو په چوکاټ کې په کار اچول کیږی .
او که چېری دا واحدونه ملی بڼه ( د ټول هیواد په کچه یا حیاتی او لوی وي ) ولری یا یواځې د هیواد په یوه ټاکلی سیمه کې ، چې ور ته د
نورو سیمو په پرتله مناسب
ځای او شرایط برابر وی ، نو هلته یې پلی کول اړین برېښي . ددې تر څنګ
د ګټورتوب له مخې د ځای په ټاکنه کې د اقتصادی واحد
په تیره بیا که تولیدی بڼه ولری ، مستهلیکینو(استوګڼ ځایونو ، ښارونو ) ته او یا
هم د اومو موادو زېرمو ته د
نژدېوالی موضوع هم له
پامه غورځېدای نشي .
۳ . د واحد لپاره د وړ
ځای یا سیمی د غوره کېدو وروسته ، د مځکې ټول اړوند خصوصیات
د اګرونومیکی ، جیولوژیکي ، ګیدراولیکي او
. . . . . . نورو له پلوه په ځیر سره څېړل کیږی
تر څو د ودانیو چارو د تر سره کولو
پر مهال او یا هم د راتلونکې احتمالي
ستونزو مخنیوی شوی وی .
۴ . ښکاره
خبره ده چې په دا ډول اقتصادی څېړنو کې زېربنایې تاسیساتو ته ځانګړی پاملرنه
پکار ده ، تر څو د هر څه د مخه د لارو ( سرکونو ) ، اوبو او برېښنا غم خوړل شوی وی او همدا راز معنوی زېربنا
چې ددغه څېړنو د پایلو په پلي کولو
او موخو ته د رسیدلو لپاره یو خاص
ځای او ارزښت لری ، په پام
کې نیول کیږي .
۵ .
د اړتیاوو په پام کې نیولو سره د تولیدی یا خدماتی ظرفیت (
ځواک ) ټاکل ( د ظرفیت پوله ) با ید
د مستهلیکینو ( تقاضا لرونکو)د غوښتنو سره
سمون ولری . خو د معمول
له مخې په تېره
بیا د تولیدی
برخې د مطالعاتو په
ترڅ کې د ظرفیت ټاکل او اندازه په څو
وریانتونو کې د
څېړنیزو چارو د مسؤلینو له خوا
ترتیب او د اړوندو
کار پوهانو او وټپوهانو له
خوا ترې
( د هغوی په اند ) یو مناسب
وریانت غوره او
د یوې پروژې په
توګه په پرمختیایې
پروګرامو نو کې شاملیږی .
۶ . د
ځانګړې محاسبې له مخې د څېړنو د پایلو د پلي کولو لپاره د مالی وسایلو( لګښت ) کچه او همدا رنګه
د مؤثریت یا اغېزمنتوب
ضریب یا شاخص د راتلوونکو
مرحلو یا پړاونو د تر سره کولو
له پاره
په ډاګه کیږی . او همدارنګه د ګټورتوب
ضریب له مخې یې د
لګښت د جبران معیاد یا وخت
( په کلونو سره ) معلومیږی . چې
په راتلونکې کې د محاسبوی کړنو ( بیلانسونو ) د تر سره کولو
پر مهال د اړوندو قوانینو له مخې
د استهلاکاتو د موضوعی کولو سره
مرسته کوی.
۷ .
او اخر داچې پروژه د جوړیدو
وروسته د ګټې اخیستنې ( بهره
بردارۍ ) ډګر ته ننوځي ،
چې د یوی ازمایشی پړاو (دورې ) وروسته د اقتصاد د اړوندی څانګې
په جوړښت کې د یو تولیدی یا خدماتی
واحد په توګه خلکو ته
د هوسا ژوند په برابرولو کې مرسته
کوی .
وړاندیز : پرمختیایې پروژه
هغه مهال د کار لاندې نیول کیږی لکه څنګه
چې د مخه ور ته
هم شاره وشوه ، چې
لازم مالی وسایل( کورنی او بهرنی منابع )
ورته ځانګړی شوي وي . دا مطالعات د
حجم او ارزښت له
مخی د یوی ځانګړې ادارې یا ټیم له خوا د یو پلان شوی مهال ویش په
چوکاټ کې تر سره او وخت په وخت
په اړوندو ناستو پاستو
کې یې د تر
سره شوو کړنو جاج اخیستل
کیږی . هڅه وشي ،
تر څو دا مطالعا ت په
بریالیتوب سره په خپل
ټاکلی وخت پای ته
ورسیږی . دا ځکه چې د مطالعاتو
په ځنډلو سره کیدای شی ، لکه څنګه چې په ځینو مواردو کې په
افغانستان او د مخ
په ودې
هیوادونو کې د دا
ډول ځنډ د پېښېدو له امله
د مرستندویه هیوادونو له خوا
ځانګړی شوی مالی وسایل له لاسه
وتلی او نه دي لګول شوی . او په
راتلونکې کال کې دمرسته کوونکو هیوادو له لوری د
غه ځانګړی شوی مرستې له پلان
نه ، پدې پلمه چې ګویا
د مرستو جذبولو لپاره
د اړینو معلوماتو د برابرولو او مطالعاتو په هکله بشپړ
او د قناعت وړ کړنې نه دي تر سره
شوي ، غورځېدلې
او پروژه یا پروژې
د ماتې سره مخ شوی . نو غوره به دا وي ، چې که کله د کوم دولت او سازمان له خوا په کومه
برخه کې د مرستې
ژمه کیږی او د کمک څرک لګیږی ددې
لپاره چې د ژمنه شوو مالی وسایلو نه بې
له ځنډه په
خپل وخت ګټه پورته شوی وی ، باید افغان لوری پوری تړلې
کړنې ، د مرسته کوونکو باور د تر لاسه کولو په
موخه د مهال ویش سره سم تر سره ، تر څو
پدې توګه په نورو برخو کې همدا ډول مرستو جلبولو ته لاره هواره شی . پای
په درنښت