مه خپه کېږه - دوهمه برخه

له الله ج سره د مينې لارې چارې / دوهمه برخه:
د الله ج له وليانو نه نقل دي، چې په زړه کې د الله (ج) د محبت پيدا کولو لارې چارې په لاندې ډول دي:
۱- د الله (ج) لورنې را په زړه کول او پر هغې شکر کول.۲- له نېکانو خلکو سره ناسته ولاړه، د هغوی حالات، پېښې او کتابونه لوستل.۳- د ژوند په ټولو چارو کې د سنتو پامنيوی.
موږ ته الله (ج) فرمايي، چې تاسې له ماسره اړيکه ټينګه کړئ او زما شئ.  بيا مونږ پر خپل کار ښه پوهېږو، تاسې ما راضي کړئ، نو زه به له تاسې خوښ شم، د دې داسې مثال دی لکه يو پاچا او ولسمشر يوه لويه میلمستيا وکړه، په هغې کې د هېواد ټول اميرانو ا ورئيسانو ګډون لاره، وزيرانو او ريسانو هماغه خواړه وخوړل، چې ورته چمتو شوي ول، مېلمنو او کوربنو ټول همدا يوه ډول خواړه وخوړل په خوړو کې کوم توپير نه وه؛ خو مرتبې يې بېلا بېلې وې.
ومن الله التوفیقhttps://www.facebook.com/MA.KHAFAKIGA?ref=hl