نن دی که سبا دی، دا وطن په جوړيدو دی

    افغانستان د څو لسېزو را پديخوا د ورتپل شوو جنګونو او جګړو له آمله زوريږې، په ميلونيونو افغانان مړه، معيوب، او مهاجر شول، ميندۍ کونډي او بچې يې يتيمان شول، دې جنګونو او جګړو نه يوازې دا چې زمونږ د ګران هېواد په ټولنيز، اقتصادې، کلتوري او نورو ورته برخو باندې عمومي تاثيرات پرېښودل برسيره پر دې ټولو مشکلاتو په افغانستان کې تعليم لرونکی قشر وځپل شو، له دې جګړو له آمله زيات تعليم لرونکي شخصيتونو، ووژل شول، بنديان او يا هم بهرنيو هېوادونو مهاجرت کولو ته اړ شول، ښوونځې وران او زمونږ د ګران هېواد افغانستان څو نسلونو د زده کړې له خوږ نعمت څخه بې برخې پاتي شول. د ګران هېواد افغانستان د بېرته رغونې او د سولې په راوستلو کې يواځينې او اساسې شرط، تعليم او زده کړه ده، له همدې آمله د هرافغان هيله، ارزو او اميد دی چې  يو پرمختللی، سوکاله او په نړيوالو معيارونو برابر هېواد ولري،  هر افغان د ارمان لري چې د هغه بچيان لوڼي او زامن د تعليم په ګاڼه سنبال او د وطن لپاره د خدمت مصدر وګرځي.  په تيره لسيزه کې د تعليم لپاره ډير کار وشو چې زه دا دوره د افغانستان په تاريخ کې يو زرينه دوره بولم، که څه هم سمتي او قومي اړخ او بڼه يې لرله  اما زيات افغانان په داخل او يا په خارج کې د لوړو زده کړو نه برخمند شول. په تيرو ۱۳ کلونو کې زياتې پرمختيايې پروزې د افغانستان د دولت او يا هم دنړيوالي ټولني لخوا تطبيق او د ګټي اخيستنې لپاره د افغانستان شريفو خلکو ته وسپارل شوي، لکه، د سرکونو، ويالو، بندونو، برېښنا، کانال، زراعت، صنعتي، او ساختماني پروژي، چې زياتره يې د ټولني پر مټ د (ملي پيوستون، د خلکو پرمټ د ښاروالي حمايوي پروګرامونه) او نور له لارې د ولس په مرسته تطبيق شوي. د ښاغلي کرزي صاحب په دوره کې افغانستان د صفر څخه شروع وکړه او يو ويران ويجاړ افغانستان چې د نړۍ د زورو قوتونو د هديري نوم ورکړل شوي په يو سمسور او اباد افغانستان تبديل کړي، که څه هم د دې کارونو په لړ کې يواندازه ستونزي موجودي وي، اما بيا هم د توقع خلاف هغه ملت چې ټول عمر يې په جنګ جګړو کي تير شوی دومره ژر وده او نمو وکړه، نن دی که سبا دی دا وطن په جوړيدو دی، اوس مونږ ټول افغانان د نوي دولت ته سترګي په لاره يو ځکه نوی دولت ځان سره زيات پرمختيايي او روغوني پلانونه په مختلفو برخو کې لري او اميد لرو چې راتلونکی حکومت به په دی وتوانيږي چې، په غوڅ اکثريت سره افغانستان د نړۍ د هيوادونو او دسيمې دهيوادونو سيال کړي. په پای کې له تاسو مننه چې تر پايه مو زمونږ مضمون ولوستلو، که څه هم زه کوم ليکوال نه يم، نو ستاسو دوستانو له حضور څخه بښنه غواړم که کومه غلطي راڅخه شوي وي. په سپيڅلي کليواله مينه: شمس الدين ((الفت))