د افغانستان ازادي - لمړۍ برخه

ازادي:
ازادي، د ټولو هغو سياسي، ځمکنيو، محدوديتونو نه د خلاصون حالت ته وايې چې د يو صلاحيت لرونکي دولت، امپراطورۍ لخوا په يوه سيمه او يا يو کس لږول کيږي، يا په بل عبارت، د يو هېواد، مليت، قوم او يا هم د يوې برخې د نفوس او خلکو چې خپل ټول حقونه څخه برخمند او يو باصلاحيته حکومت لرونکي حالت ته ويل کېږي.
د افغانستان په اساسي قانون کې راغلي چې ازادي د انسان فطري حق دی، او هيڅوک نشي کولاي چې له کوم وګړي څحه يې سلب کړي، بيدون د کومې واکمني محکمې له پرېکړي.
د افغانستان ازادي:
هر کال د افغانستان غيور ملت د اګست د مياشتې په ۱۹ نېټه د افغانستان د ازادۍ ورځ د ۱۹۱۹ م کال د افغان انګليس جګړې د مقاومت د بريا په موخه په شاندارو مراسمو کې لمانځي، دغه تړون چې په ۱۹۱۹ کال د برتانيا د حکومت سره لاسليک شو، د دې تړون په لاسليک سره افغانستان د برتانيا څخه ازادي تر لاسه کړه که څه چې افغانستان د برتانيا کوم برخه نه وه اما انګلسيانو په افغانستان کې درې لوي جګړي کړي، چې په هره جګړه کې د افغان ولس د مقاوت سره مخ او په شاه تمبول شوي دي، چې له ټولو وروستي جکړه يې د ۱۹۱۹ م کال جګړه ده چې افغانستان ازادي يې ومنله.
 
د افغان انګليس لومړنۍ جګړه:
د افغانستان او برتانوي هندي کمپنۍ ترمنځ لومړنۍ جګړه په ۱۸۳۹ ميلادي کال کې پيل او د ۱۸۴۲ کال کې پاي ته ورسيده، په دې جګړه کې انګليسې فوځونو ډيره شرمناکه ماتې وخوړه ۴۵۰۰  روزل شوي فوځيان  او ۱۲۰۰۰ عسکر ووژل شول، چې دهغې مهال د طاقت لرونکو هېوادونو (روسيه، او انګلستان) چې غوښتل اسيا د خپل واک لاندې راولي تر ټولو لويه جګړه بلل کيږي.
ددې جګړې اصلي علت د روسيې پرمختګ په مرکزي آسيا کې بلل کېږي، کله چې د سکانو پر وړاندې د افغانستان پادشاه دوست محمد خان خپل دوهم غټ ښار پېښور په جګړه کې له لاسه ورکړ، نو دوست محمد خان د برتانوي هندي کمپنۍ څخه مرسته وغوښتله، آما انګلستان نه غوښتل د افغانستان په چارو کې مداخلت وکړي، په دې وخت کې د روسانو يو پلاوي د افغانستان اوسني پايتخت کابل ته چې د امير دوست محمد خان مرکز وه راوليږه، د دې پلاوي په رسيدو سره د برتانوي هندي کمپنۍ د خطر احساس وکړ چې شايد دوست محمد خان د روسيې څخه د پېښور په بېرته لاس ته راوړلو کې مرسته وغواړي نو هماغه وه چې د مداخلې لپاره يو قدم وړاندي شول، آما په دې وخت کې د افغانستان او روسيې ترمنځ مفاهمه ختمه او ځينې فارسيانو د روسيې سره لاس يو او د افغانستان په لويديځو ولايت څنډو هرات کې فعاليت شروع کړ، اما د برتانيې د جګړې د اخطار په خاطر په شاه وتمبول شو.
روسيه چې غوښتل خپل شتون په منځنۍ اسيا کې ثبوت کړي نو د فارس (ايران) د دولت سره يې د همکارې تړون  د هرات چې د صفويانو (۱۷۰۹) په وخت کې د ايران سيمه وه هغوې ته بيرته په واک کې ورکولو سره لاسليک کړ، د ۱۳۳۸ کال د دسمبر په مياشت کې دجنرال جان کياني په مشري ۲۱۰۰۰ کسيز لښکر د پنجاب د ښار څخه د افغانستان په لور حرکت وکړ، د دښتو او غرونو په وهلو سره بالاخره د ۱۹۳۹ کال د اپريل په مياشت کې لومړنۍ انګليسي فوځيانو د کندهار په ولايت کې خپل لمړني کمپ جوړ کړ.
د ۱۸۴۱ ميلادي کال د اپريل او اکتوبر مياشتو په مينځ کې د افغانستان قومونه په آمير دوست محمد خان او د هغه په زوي وزير محمد اکبر خان باندې راغونډ او د دوې څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ. په همدې ترتيب دوست محمد خان د کابل په لور حرکت وکړ، او د شاه شجاع څخه چې د انګريزانو په مټ واک ته رسيدلی وه سيمې نيولي، بالاخره په ۱۸۴۱ م کال کې مکناټن د انګليس فوځونو په نماينده ګي غوښتل د وزير اکبرخان سره ووينې،او د هغه د وژني پټ پلان يې ترتيب کړ، اما وزير محمد اکبرخان پرې مخکې او مکناټن سره د درې واړو ملګرو يې وواژه او د مکناټن مړي يې د کابل په کوڅو کې وګرځاوه.
د ۱۹۴۲ م کال د جنوري په پنځمه نيټه، د کابل، جلال اباد په لاره په اغلب ګمان د ګندمک په سيمه کې پريکنده جګړه وشوه چې په ترځ کې يې ۴۵۰۰ پوځيان او ۱۲۰۰۰ نور همکاران ووژل شول، چې د طاقت جوړيدو په جګړو کې اولنۍ ستره جګړه بلل کيږي.
نور بيا......
په سپيڅلي کليواله مينه
شمس الدين ((الفت)